Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډې اجندا؛ د متقي او  روزا اوتونبایوا د لیدنې موضوع

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا څخه د دوحې غونډې د اجنډا او ترکیب په تړاو وضاحت غوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي چې ښاغلي متقي او اغلې اوتونبایوا د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي دي.

 نوموړی همدارنګه څرګندوي چې امیرخان متقي د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه په اړه د اسلامي امارت دریځ یو ځل بیا په ډاګه کړی او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ یې پر رغنده تعامل ټينګار کړی دی.

ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«متقي صاحب د دوحې د راتلوونکي غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه له یوناما څخه د زیاتو وضاحتونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د وضاحتونو په رڼا کې به د امارت د پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.»

ښاغلی تکل زیاتوي چې روزا اوتونبایوا په دغې لیدنه کې د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.

له سره هم‌مهاله د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا د دوحې ناستې جوړېدل د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ګټوره بولي.

د سیاسي چارو شنوونکي ګل محمد الدین محمدي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په ګډه دې داسې پرېکړه سره وکړي چې د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره وي او هم د نړۍوالوالو په ګټه تمام شي، څو افغانستان په رسمیت وپېژني او دغه شته ستونزې حل شي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«اسلامي امارت ته به دغه غونډه د اهمیت وړ ځکه وي، له دوی نه به مستقیماً غوښتنې کېږي، او اسلامي امارت به هم مستقیماً غوښتنې کوي څو، یو څه له لاسه ورکړي او یو څه لاس ته راوړي.»

بل خوا ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو د دوحې ناستې په اړه خبرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو او د اسلامي امارت پلاوي په حضور کې غونډه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه