Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د نیولو په تړاو پر بشري حقونو د څار بنسټ اندېښنه او د ا.ا ځواب

د ملګرو ملتونو پر بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د معترضو ښځو نیول او ځپل اوس هم دوام لري.

دغه بنسټ په یوه راپور کې، د ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا ازاد په څېر د معترضو ښځو د نیول کېدو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې.

پر بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې، هېدر بار ویلي: « پر بشري حقونو څار بنسټ تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو د خپل سري نیولو او ځپلو د دوام په اړه راپور خپور کړ. موږ په مشخصه توګه څلور ښځې پېژنو چې اوس مهال د طالبانو په بند کې دي او موږ دغه حقیقت هم وړاندې کړی چې له طالبانو سره تر دغو څلورو ښځو نورې هم شته چې د هغوی د نیول کېدو خبر رسنیز شوی نه دی. ځکه کورنۍ یې ډېرې ویرېدلي دي او له رسنیز کېدو وېرول شوي نو د نیول کېدو خبر یې پټ ساتلی دی. هغوی ځکه چوپ دي. په دې هیله چې دغه ښځې راخوشې شي.»

خو اسلامي امارت د معترضو ښځو د نیول کېدو په اړه وايي، د اسلامي امارت دغه اقدام د بهرنیو دسیسو د عملي کېدو د مخنیوي او عامه امنیت ساتنې په موخه شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: « نیول په دې مانا نه دي چې موږ د چا اواز بندوو او له چا سره ظلم او تېرې کوو، بلکې د عامه امنیت د ساتنې او په افغانستان کې د بهرنیو دسیسو د عملي کېدو په خاطر دي.»

ورته مهال، د ښځو د حقونو ځينې فعالانې هم د معترضو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د ښځو د حقونو فعالې، هویدا حدیث طلوع نیو ته وویل: « د ښځو د حقونو فعالانې د دې لپاره چې وکولای شي نړۍ ته د افغان ښځو غږ ورسوي، سړکونو ته راوتلې.»

د ښځو چارو یوې بلې فعالې، سونم لطیف هم په دې اړه وویل:« هغه ښځې چې نیول شوي، د عامه امنیت او حکومت پر وړاندې یې هیڅ فعالیت نه کوه، غوښتنه یې یواځې دا وه چې افغان ښځې او نجونې زده کړې وکړي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په پلازمېنه او یو شمېر ولایتونو کې ځينې ښځې واټونو ته راووتلې، لاریونونه یې وکړل او د کار او زده کړو حقونو ته یې د ښځو د لاسرسي غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه