Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګر: له کراچۍ بندره مو توکي لا نه‌دي خوشې شوي

ځینې سوداګر یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې په کراچۍ بندر کې د دوی بندپاتې توکي راخوشې کړي.
 
دوی دغه راز غوښتنه کوي چې د هېواد په بندرونو کې د ټرانسپورټ کمېسیون لغوه او په بانکونو کې د ځینو سوداګرو کنګل شوې پیسې راخوشې شي.

 ننګرهار کې سوداګر زلمي عظیمي وايي:« زموږ ډېره پانګه په پاکستان کې بنده ده، له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره له پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي او دغه ستونزه هواره کړي.»

د ننګرهار ولایت یو بل سوداګر، زلمي بهادري هم وویل:«موږ یو ټن بار په ۲۸۰۰ افغانۍ لېږدوه خو له بده مرغه کله چې کمېسیون جوړ شو یو ټن بار د ۲۸۰۰ پر ځای ۳۵۰۰ افغانیو ته ورسېده.»

یو شمېر نور سوداګر بیا له سوداګرۍ او پانګونې خونې او د سوداګرو له ټولنې غواړي چې له دوی سره همکاري وکړي.

د کندهار سوداګر، ګل محمد په دې اړه وویل: « په سوداګرۍ کې یوه ډله راپورته شوې او زموږ سوداګري یې له انحصار سره مخ کړې او موږ دغه ستونزه له اسلامي امارت او د سوداګرۍ له خونې سره بیا بیا شریکه کړې خو ستونزه مو تر اوسه هم نه ده حل شوې.»

د مزار شریف یو سوداګر، سردار خان هم په دې اړه وویل: « زموږ ستونزه دا ده چې په ګمرکونو کې ارزونه درې میاشتې وروسته او یا یو کال وروسته ترسره کیږي، زموږ لپاره ډېره اړتیا ده، موږ غواړ په لومړۍ ورځ چې موټر ګمرک ته رسېږي ارزونه دې ترسره شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا ډاډ ورکوي چې هڅې رواني دي څو سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند وویل: « د سوداګرو ستونزه دا ده چې مالونه یې هلته بند پاتي، د سوداګرۍ خونه کوښښ کوي چې د افغانستان د اسلامي امارت یوه مرجع په دغه برخه کې همکاري وکړي.»

تر دې وړاندې، اسلامي امارت ويلي و چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټي توکو د پاتې ۴۵۰ کانټینرونو د راخوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.
د اسلامي امارت ویاند ټينګار کړی و چې د پاکستان لنډمهالي حکومت ورسره ژمنه کړې چې په کراچۍ بندر کې بند پاتې کانټینرونه به هم راخوشې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه