د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پنځو ګډو بندرونو له ډلې یوازې د غلام خان بندر نه دی تړل شوی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس په خبره، د سوداګرۍ په برخه کې بندیزونه د دواړو لورو په زیان دي او اړتیا ده چې کابل او اسلام اباد په دغه برخه کې هوکړې ته ورسېږي.
د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي [ډنډپټان] او انګور اډې بندرونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ بندرونه دي.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، خان جان الکوزي وویل: « دا یو فوق العاده حالت دی چې د پاکستان د جوړېدو په تاریخ کې دغه ډول حالت نه دي راغلی چې زموږ ټول بندرونه بند اوسي په زرګونو موټر د تورخم دې خوا او هغې خوا ته ولاړ دي او موږ یې وینو چې په دې کې پاکستان ته هم زیان رسیږي.»
بلخوا ، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، کله نا کله پاکستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې رامنځته کوي او اړتیا ده چې د دغو ستونزو د حل لپاره د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې زیاتې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند په دې اړه وویل: « افغانستان بدیلې لارې لري او د ګاونډيو او سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړو او نه غواړو چې اړیکې زیانمنې شي، مثلاً کله چې موږ غواړو رخت له پاکستانه وارد کړو او اوس مهال د پاکستان د رخت بازار نورو هېوادونو ترلاسه کړی دی چې زموږ لپاره د تاسف ځای دی.»
په ورته مهال یو شمېر سوداګر په دې باور دي چې باید د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه د چابهار بندر په ګډون له بدیلو لارو زیاته شي.
سوداګر، ځدراڼ ناصري وویل: « د سوداګرۍ له خونو غواړو چې د منځنۍ اسیا په شان بدیلې لارې موږ ته پیدا کړي،ځکه پاکستان بیا بیا د انګونو یا هم د انارو په وخت کې بېلابېلې پلمې کړي دي.»
یو بل سوداګر، خواجه شمس الدین هم وویل: « هغه مېوې چې په بهر کې دي د هېواد دننه هم شته، سړې خونې دې جوړې کړي او موږ ته دې د پاکستان یا هند ټرانزیټي لارې هم جوړې کړي.»
تر دې مخکې هم د تورخم بندر د پاکستان له لوري نهه ورځې تړلی و او په کراچۍ بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو بند پاتې کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته څه باندې ۲۶ میلیون ډالره زیان اړولی و.