Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو انرژۍ وزارت هېواد کې د لمریزې برېښنا د تولید هڅې پیل کړي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي هڅه کوي په هیواد کې د برښنا د کمښت ستونزو د حل لپاره د لمریزې برښنا د تولید کچه زیاته کړي.

دغه وزارت وايي، د لمریزې برېښنا پنځه کلن پلان به په هرات، فراه، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نیمروز کې عملي شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد و ویل: «په هرات ولایت کې د ۱۰۰ میګاواټه او نیمروز ولایت کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې په پام کې نېول شوي دي. د لمریزې برښنا تولید برخه کې له ځینو ترکي او افغاني شرکتونو سره هوکړې هم شوي دي.»

د برېښنا ریاست ویاند، حکمت الله میوندي و ویل: «په سروبي کې د لمریزې برښنا تولید یوه پروژه ده چې ۴۰ میګاواټه ده. له پانګوالو سره خبرې شوي دي چې څنګه دا پروژه پلې شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، دمګړۍ افغانستان د ۲۲۰ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وس لري خو تر اوسه په دې برخه کې لازمه پانګونه نه ده شوې.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب طلوع نیوز ته و ویل: «افغانستان دمګړی د ۲۲۲ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو په دې برخ کې خپلې ستونزې هم لري. د بېلګې په توګه چېرته چې د لمریزې برښنا د تولید وړتیا شته هلته ځمکه نه ده هواره، که ځمکه هواره ده د برېښنا سب سټېشن نشته.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د لمريزې برېښنا د تولید لپاره افغانستان ډير مناسب ځای ګڼي او په دې برخه کې پر پانګونه ټينګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد بشیر شبیري و ویل: «افغانستان د کال په لړ کې ۳۰۰ ورځې لمر لري، او دا د لمریزې برښنا د تولید لپاره ښه فرصت دی. که د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي، زموږ د برېښنا د کمښت ستونزه هم ورسره حل کېدلی شي.»

تر دې مخکې، د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا دوه سوه پروژې په پام کې نیولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه