Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا لوړه بیه د بامیان مېشتو لپاره جدي ستونزه

د بامیان ځينې اوسېدونکي د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ او لوړې بیې شکایت کوي او له مسوولانو غواړي چې د بامیان- بغلان د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا د لېږد مزي چارې بېرته پېل کړي.

د بامیان- بغلان د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د مزي چارې، چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په وروستیو کې د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ د ۱۰ مېلیون ډالرو په لګښت پېل او څه باندې ۶۵ سلنه بشپړې شوې، چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره، د دې پروژې چارې تر اوسه په ټپه درېدلې دي.

د بامیان اوسېدونکي، د هوا له سړېدو سره، د لمریزې برېښنا له پرچاوۍ او د بیو له لوړوالي شکایت کوي او له مسوولانو غواړي، چې د دې پروژې پاتې چارې بېرته پېل کړي.

د بامیان اوسېدونکي محمد علي وویل:«موږ یو کلیوواټ برېښنا په ۱۶ افغانیو پېرو، زموږ ۳۰ تر ۴۰ کیلو واټه برېښنا لګښت لرو چې کابو ۶۰۰ تر ۷۰۰ افغانۍ کېږي.»

د بامیان بل اوسېدونکی صفت الله هم وايي:«دغه د دوشي برېښنا چې په تېرو کلونو کې په جریان کې وه پېل شي د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي.»

د بامیان برېښنا شرکت رییس وایي چې د بامیان- بغلان د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د مزي چارې به راتلونکي کال کې بشپړې کړي.

د بامیان برېښنا شرکت رییس ضیاءالدین جهادیار څرګندوي:«د بامیان- دوشي برېښنا چارې چې دي ۶۵ سلنه مخته تللي په پنځه کلن کاري پلان کې نیول شوی، ټاکل شوې چې په ۱۴۰۳ کال کې یې کار پېل شي.» 

د تړوني شرکت تخنیکي مسوول رحیم الله رحیم هم وايي:«د دغې پروژې ټول برېښنايي تجهیزات په چین کې تولید شوي او لېږد ته چمتو دي؛ خو د برېښنا شرکت او اې ډي پي د نه‌ځواب وینې او د تړون د پیسو د نه ورکړې له امله د پروژې تجهیزات افغانستان ته را لېږدول شوي نه‌دي»

د بامیان برېښنا شرکت رییس وایي، دا مهال د دغه ولایت په مرکز کې څه باندې څلور زره کورنۍ له لمریزې او ډیزلي برېښنا ګټه اخلي او د هر کیلو واټ په بدل کې له ۱۵ تر ۲۵ افغانۍ لګښت پرې راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه