Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سالنګ کې د نوي تونل د جوړولو لپاره هڅې

اسلامي امارت وايي چې د هېواد په اقتصادي وده کې د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په کتو، په دغې لویې لاره کې د نوي تونل د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تونل سالنګ د مسافر وړونکو او سوداګریزو موټرونو د تګ راتګ لپاره بسندوی نه‌ګڼي او زیاتوي چې د ژمي له را رسېدو سره په دې لویه لار کې ستونزې لا زیاتېږي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د ټرافیکو لپاره اوسنی تونل چې تګ راتګ پرې کېږي بسندوی نه‌دی. په ځانګړې توګه په سړښت کې چې هلته ژمی ژر رارسېږي او خلک له ستونزو سره مخ کېږي. له همدې امله باید د سالنګ دویمه لار هم جوړه شي، دویم تونل کولای شي چې ملکي تګ راتګ له ټرانزیټي او سوداګریز تګ راتګ سره جلا کړي.»

یو شمېر چینايي انجینران چې د سالنګ د تونلونو د جوړولو په برخه کې کار کوي، د پروان د والي له مرستیال سره په کتنه کې بیا وايي، د سالنګ د دویم تونل پروژې سروې روانه ده.

د پروان والي ویاند سید حکمت‌الله شمیم څرګندوي:«د ټولګټو وزارت یوه پلاوي لیدنه کړې، هغوی غوښتل چې د سالنګ دویم تونل د سروې لپاره د سالنګ له نږدې سیمو لیدنه وکړي.»

څو ورځې مخکې، د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت هم اعلان کړی و چې د امکاناتو له برابرېدو سره به د سالنګ پر دویم تونل هم کار پېل کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی قطب الدین یعقوبي طلوع‌نیوز ته وايي:«نوی تونل چې په دې برخه کې جوړېږي، په هغه صورت کې چې بشپړ شي او اسلامي امارت د هغه د بشپړتیا وس ولري، کولای شي له اقتصادي پلوه ډېر مهم وي.»

د سالنګ لویه لار له ګڼې ګوڼې ډکه لار ګڼل کېږي چې له نښلېدو سره یې یوازې د پلازمېنې او شمال او شمال ختیځ ولایتونه له یو بل سره نه نښلول کېږي بلکې سویلي اسیا ته د منځنۍ اسیا د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه