Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوا له ښه کېدو سره سم د سالنګ لویې لارې چارې بیا پیلیږي

د ټولګټو چارو وزارت وایي نږدې راتلونکې کې به د سالنګ تونل د جوړولو چارې، چې پخوا یې له څو شرکتونو سره تړون شوی، بېرته پیل کړي.

دوی وايي د اسلامي امارت د مشر په امر د سالنګ لویې لارې جوړولو لګښتونه پر دغه لاره د تلونکو موټرو له حق العبور را ټول او په یو ځانګړي بانکي حساب کې جمع کېږي.

د ټولګټو چارو وزارت پر دغه لاره تلونکو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو ته له ۸۰۰ تر ۲۶۰۰ افغانیو پورې حق العبور ټاکلی دی.

د ټولګتو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وویل: « د هوا له ښه کېدو سره به سم د سالنک لویې لارې چارې چې مخکې په درې برخو کې قرارداد شوې وې، بیا پیل شي او لګښت به یې د "ټول پلازا" له محصوله پرې کیږي ټول پلازا د امیرالمومنین د حکم له مخې په سوېلي سالنګ کې فعاله ده.»

په دغه لاره تېرېدونکی موټر چې له تاجکستانه پاکستانه ته پیاز لېږدوي د سړک خرابوالي نه امله یې موټر خراب شوی او له کاره لویدلی. 

د دغه موټر چلوونکی وایي، دوه شپې او ورځې دلته پاتې شوی او بار کړي توکي یې هم خراب شوي دي.

موټر چلوونکي، عبدالله زیاته کړه: « موږ ډېر پیاز بار کړي، او اوس ټول خراب شوي او لاره هم نده جوړه شوې، موږ ډېرې ستونزې لرو.»

پر دغه لاره تلونکي موټر چلوونکي او مسافر له مسوولینو غواړي چې دا تونل په بنسټیز ډول جوړ کړي.

د بغلان اوسېدونکي، شریف الله په دې اړه وویل: « له دې ځایه تر جبل السراجه په یوه ورځ کې رسېږو، موټر کمزوري دي او بار هم دروند دی او لاره هم جوړه شوې نده.»
 
موټر چلوونکي، ویس الرحمان هم وویل: « له حکومته غواړو چې دغه سړکونه جوړ شي.»

د سالنګ لویې لار اتیا کیلومتره سړک جوړولو چارې د اسلامي امارت له لوري پیل شوې وې، د ټولګټو چارو وزارت ویلي د پروان له جبل السراج د بغلان تر دوشي پورې به د دې لویې جوړولو چارې دوه کاله وخت ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه