Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې له زده‌کړو او روغتیا د ملاتړ په پار د درې هوکړو لاسلیک کېدل

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د بېلابېلو فرصتونو د برابرولو په موخه له اسلامي پراختیايي بانک سره د ۱۰ مېلیون ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو هوکړه‌لیکونو پر بنسټ به د نجونو او هلکانو لپاره د ۱۶ ښوونځیو او ۸ روغتیايي مرکزونو په ګډون بېلابېلې ښوونیزې او روغتیايي پروژې پلې شي او د روغتیايي خدمتونو د شبکو د ښه‌والي ترڅنګ به د مهارتونو د اسانتیاو د برابرولو په موخه مسلکي فرصتونه هم پراخه کړي او خلکو ته د ژوند اړوند لا زیات فرصتونه هم برابر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري به د دغو تړونونو پر بنسټ د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره ډېری پروژې پلې کړي. د بېلګې په توګه د هلکانو او نجونو لپاره د شپاړسو ښوونځیو جوړول، او د ښوونځي په عمر له ۳۰ زره زیاتو ماشومانو لپاره زده‌کړو ته د لاسرسي ډاډ او د دغه ډاډ د کچې د لوړوالي ضمانت کوي.»

له دې سره سم، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د دغو هوکړه‌لیکونو له لاسلیکه هرکلی کړی او دغه اقدام یې د ښوونیزې پراختیا او په هېواد کې د بېخ‌بنسټيزې بیارغونې لپاره مهم ګڼلی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«موږ د کډوالۍ په چارو کې د ملګر ملتونو سازمان او اسلامي پراختیايي بانک ترمنځ د هوکړو له لاسلیک کېدو هرکلی کوو او دا نه‌یوازې د زده‌کړو د پراختیا په درشل کې، بلکې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د بېخ‌بنسټونو د رغونې او بیارغونې ارزونه کوو.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي، په افغانستان کې بشري ناورین دی او دغه پروژې به د زده‌کړو او روغتیا په برخو کې اغېزناکې پرېوځي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله څرګندوي:«په اوسنیو شرایطو کې د دا ډول هوکړو لاسلیک کول، د مرستې رسونې په ځانګړې توګه د خلکو روغتیا، ښوونې او ژوند کې کولای شي چې مثبتې اغېزې ولري.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې، په افغانستان کې د بشري ناورین لاملونه شخړې، جګړې، طبیعي پېښې، اقلیمي بدلون او ورځ تر بلې بدتر کېدونکی اقتصادي ځوړ دی چې څه باندې ۲۸ مېلیونه وګړي اوس مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې له روغتیايي خدمتونو، د ژوندانه د فرصتونونو او زده‌کړو ته د لاسرسي پیاوړتیا د دغو هوکړو د لاسلیک کېدو اصلي موخې ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه