Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د یوان‌اچ‌سي‌ار مرستیاله؛ له ا.ا سره به د ښځو کار په هکله خبرې وکړو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مرستیاله چې کابل ته راغلي ده، وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو حضور یوه حیاتي چاره ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان دغه چارواکې وایي، چې د ښځو کار به د دې لامل شي چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته بشرپاله مرستې په بنسټيزه توګه وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله ټرایکس وايي:«دغه راز دا څرګنده ده چې له حکومت سره به د ملګرو ملتونو او د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په ادارو کې د ښځو د حضور د تضمین لپاره خبرې وکړو، څو ډاډ ترلاسه شي چې د هغوی خوندیتوب د لاسرسي وړ دی. موږ به په راتلونکو ورځو کې په دې برخه کې له حکومت سره خبرې وکړو.»

بل خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې نړۍ باید بشري مرستې سیاسي نه کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست محمد ارسلان خروټي څرګندوي:«د بشري مرستو دغه لړۍ چې ده او د دې کوم مقصد او هدف چې دی. دا د سیاسي مسایلو نه لرې په هغه اصلي معنا سره د افغانستان خلکو ته د رسد لړۍ دوام ولري.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

ټاکل شوې ده، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله د افغانستان یو شمېر ولایتونو په تېره بیا بامیان ته هم سفر وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه