Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې، تېر کال افغانستان د ۳۰ کلونو تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ شوی دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پایلې د تودوخي په پرتله خورا زیاتې دي چې کرنه، اوبه، انرژي، روغتیا، ځنګلونه، حیاتي تنوع، د ایکو سیسټم، معیشت او اقتصاد اغېزمنوي. 

د اوچا په راپور کې راغلي: « تېر ۲۰۲۳ کال افغانستان په دېرشو کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ شو او هغه ننګونې یې لاپسې زیاتې کړې چې اوس په درېیم پرله پسې کال کې د وچکالۍ شرایطو سره مخ دی، چې په افغانستان کې یې د خوراکي توکو د خوندیتوب کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ساتلې ده.»

په راپور کې راغلي چې د افغانستان زیانمنتیا د تودوخې له منځني زیاتوالي سره چې له ۱۹۵۱ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ ۱.۸ درجې پورته شوې وه، ښيي چې دا شمېره د اقلیم د بدلون له امله د نړۍ په اوسط ډول دوه برابره ده.

اوچا ویلي چې اقلیمي بدلونونو د افغانستان د کرنې په برخه ډېرې اغیزې کړي دي، او دغه راز له ۳۴ ولایتونو څخه یې ۳۰ ولایتونه د اوبو د کیفیت له اړخه له ننګونو سره مخ کړي دي. 

د اوچا په وینا، د هېواد د شمالي، لویدیځې او سویلي سیمو ۷۵ سلنه ځمکې د دښتو رامنځته کېدو اغېزمنې کړي او د للمیو کښت چې ۶۰ سلنه خلک پرې تکیه دي، د ورښتو او اقلیمي بدلونونو له امله په دغه هېواد کې له ګواښ سره مخ دی.

دغه بنسټ ویلي چې د طبیعي پېښو شدت مخ په زیاتېدو دی چې افغانستان څلورم له ګواښ سره مخ او اتم زیانمن هېواد دی او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کم چمتووالی لري. 

تر دې وړاندې د هېواد ځینو اوسېدونو او کروندګرو ویلي و چې د اوبو د کمښت له امله دوی ته ستر زیانونه اوښتي او کرنیزې ځمکې یې د اوبو د کمښت له امله ویجاړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه