Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حبیب‌الله بدر: په بندخونو کې بې‌برخلیکي او ربړونه نشته

د بندخونو د چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال حبیب‌الله بدر وايي ۱۹زره تنه چې ۸۰۰ تنه یې ښځې دي، د بېلابېلو جرمونو له امله د هېواد په بندخونو کې بندیان دي.

ښاغلي بدر له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وايي، د هېواد په زندانونو کې هېڅ سیاسي بندي نشته، خو ځیني بهرني وګړي د بېلابېلو جرمونو له امله په زندانونو کې بندیان دي.

د نوموړي په وینا، په بندخونو کې بندیان هېڅ ډول نه ربړول کېږي او په بندخونه کې هېڅ بندي په بې‌برخلیکۍ کې شتون نه‌لري.

حبیب‌الله بدر وايي:«د ټول افغانستان په ولایتونو او ولسوالیو کې ۱۹ زره بندیان زنداني دي، چې ډېری يې توقیفیان دي او همدارنګه له دې ډلې ۸۰۰ يې ښځې دي.»

حبیب‌الله بدر زیاتوي چې په هېواد کې هېڅ شخصي زندان شتون نه‌لري او هېڅوک د شخصي زندان د جوړولو اجازه نه‌لري.

د زندانونو چارو د سمون ادارې دغه چارواکی وايي، په بندخونو کې بندیانو ته هېڅ ډول ربړونه نشته او که څوک دا عمل ترسره کړي عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال څرګندوي:«موږ په ټول افغانستان کې زندانونه لرو او همدارنګه توقف خونې د استخباراتو سره دي، نور په ټول هېواد کې دا څوک ثبات کولای نه شي، چې شخصي زندان شتون ولري او که په دې کار خبر شو په بېړه سره يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوو.» 

بل خوا د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنوونکي په زندانونو کې د بندیانو لپاره د روزنیزو او اصلاحي پروګرامو پر جوړېدو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی، ظهورالله ظهیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په زندانونو کې د زندانیانو لپاره ډېره مهم د زده‌کړو موضوع ده او دا باید ورته پېل شي او ترڅنګه يې دوی ته مهارتونه ور زده‌کړل شي.»

د نظامي چارو شنوونکي، احمد خان اندړ هم څرګنده کړه:«زندانیانو ته باید د حرفوي زده‌کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې زمینه برابره شي چې هېوادوال د زندان له پړاو وروسته اصلاح او ټولنې ته وړاندې شي.»

د بندخونو د چارو د سمون ادارې د اطلاعاتو پر بنسټ، د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو لپاره د دیني او عصري زده‌کړو او مسلکي مهارتونو، روغتیا او نورو بېلابېلو برخو کې ورته ښې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه