Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولګټو وزارت په ۱۴۰۲ کال کې څه باندې ۱۱۰ پروژې پېل کړي

د ټولګټو وزارت وایي چې په روان لمریز کال کې یې د ۱۱۰ پراختیایي، د څارنې او ستانې پروژو چارې پېل کړي او ټاکل شوې چې د کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې د څه باندې ۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت د څارنې او ساتنې د ۹۵ پروژو کار بشپړ شوی دی.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، اشرف حق شناس وویل: « د ټولګټو وزارت په روان کال کې څه باندې ۱۱۰ پراختیایي، څارنیزې او د ساتنې پروژې پلان کړي چې د شاوخوا زر کیلومټره سړک، ۳۰ پلونه او څه باندې ۱۵۰۰ پل چکونو کارونه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پیل شوي دي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د اقتصادي ودې او د پراختیايي پروژو د کار د پیل لپاره اړتیا ده چې نړۍوال بانک او د اسیا پراختيايي بانک په څېر ستر بنسټونه په افغانستان کې خپل فعالیت بېرته پیل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان په دې اړه وویل: « په افغانستان له دوه کلونو وروسته له بده مرغه یو بد سیاسي تعامل تجربه کوو، په افغانستان کې بهرنۍ پانګونه کمه شوې او یواځې کورنۍ پانګونه کارول کیږي. »

اقتصاد پوه، سید مسعود هم وویل: « نړۍوالو بنسټونو لکه یو ان ډي پي، یو اس ای ډي په افغانستان کې خپلې بنسټيزې پروژې درولي دي.»

بل‌‎خوا ، د اقتصاد وزارت ډاډ ورکوي چې د هېوادوالو لپاره د زمینې برابرولو په موخه دغه وزارت هڅه کوي چې نورې پانګونې هم جلب کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: « پاملرنه د رېل پټلۍ، د انرژۍ په وسیله د لویو لارو جوړولو او د کانونو شفاف استخراج او ځینو نورو بنسټیزو او کارموندونکو پروژو ته ده.»

شاوخوا یوه اونۍ مخکې، د رییس الوزرا اقتصادي کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه کمیسیون د ملي تدارکاتو له لوري د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي.

د اقتصاد وزارت ډاډ ورکوي چې د هېوادوالو لپاره د زمینې برابرولو په موخه دغه وزارت هڅه کوي چې نورې پانګونې هم جلب کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه