په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین اټومي وسلو ته د اسلامي امارت د لاسرسي ادعاوې ردوي.
ښاغلي شاهین طلوعنیوز ته ویلي چې اسلامي امارت اټومي وسلو ته د لاسرسۍ په لټه کې نهدی؛ بلکې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو د پاتې شویو نظامي وسایلو او وسلو د جوړولو په هڅه کې دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین څرګندوي:«دا ادعا په بشپړه توګه ردوم، حقیقت نهلري. د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د شل کلن ښکېلاک د ویجاړیو د بیارغونې په لټه کې دی، نه د اټومي وسلو د سیالیو په لټه کې، دا ادعا په بشپړه توکه بېبنسټه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د کانګرس یو غړي ادعا کړې وه چې اسلامي امارت اټومي وسلو ته د لاسرسي په موخه خپل استازی شمالي کوریا ته لېږلی دی.
بلخوا، د نړۍوالو چارو شنوونکي په دې تړاو بېلابېل لید لوري لري.
د نړۍوالو اړیکو شنوونکی محمد هاشم دانش په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د اټومي وسلې جوړول یا اټومي وسلې ته د طالبانو لاسرسی، یو پروپاګند دی، دروغجنه خبره ده. ډېرو هېوادونو لکه ایران هڅه وکړه تراوسه بریالي شوي نهدي.»
د نړۍوالو اړیکو شنوونکي نجیبالرحمن شمال هم وویل:«افغانستان د بهرنیو هېوادونو تر اقتصادي اغېزې لاندې دی، څنګه کولای شي چې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو په فکر کې وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې سرپرست حکومت تر اوسه د اټومي وسلو په تړاو له هېڅ هېواد سره خبرې نهدي کړې او اسلامي امارت کافي تجهیزات لري.
په دې اړه مو اندونه