Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدا ټینګار کړی

روسیې یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د رسمیت پېژندنې په موخه د هېواد نور قومونه هم په پام کې ونیسي.

د  دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې یوې خبري  غونډې ته ویلي چې د افغانستان په ټولګډونه حکومت کې د نورو سیاسي ګوندونو ونډه هم اړینه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دغه غونډه کې و ویل: « موږ تر اوسه له طالبانو سره منظمې اړیکې ټینګې کړې دي، د هغو مسایلو په اړه غږیدلي یو چې حل ته اړتیا لري او طالبان د یوه مشروع دولت په توګه وپیژندل شي. دا موضوع د هغې ژمنې پورې تړلې ده چې د یوه پراخ بنسټه حکومت لپاره باید یوازې پښتون قوم په واک کې نه وي، بلکې نور قومونه لکه تاجېک او هزاره هم پکې خپل استازي ولري. موږ طالبانو ته توصیه کوو چې نورې سیاسي ډلې هم یوه ایتلاف ته را وبولي او په شمال کې د ملی مخالفت مسأله حل شي او د هغوی لپاره ارتباطي پل جوړ شي.»

اسلامي امارت بیا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په تړاو تازه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي و چې حکومت یې ټولګډونه دی او د افغانستان د ټولو قومونو استازیتوب کوي او نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.

د سیاسي چارو  ځینې شنونکي بیا ټينګار کوي چې سرپرست حکومت باید د رسمیت پیژندنې په موخه، د نړۍ غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر طلوع نیوز ته و ویل: «د افغانستان خلک غواړي چې یو قانونمند حکومت ولري، د اساسي قانون پر بنسټ حکومت ولري. کله چې موږ د اساسي قانون پر بنسټ حکومت ولاره هماغه پراخ بنسټه حکومت دی.»

د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین په دې اړه و ویل: «تر ټوله لنډه لاره چې د افغانستان سیاسي فضا تضمین کولی شي، د دوحې تړون ته ورګرځېدا ده چې په هغه کې د ټولګډونه حکومت، بشري حقونو و په ټوله کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان سیاست یاد شوي دي.»

که څه هم تر دې مخکې، هند، چین، منځنۍ اسیا هېوادونو او د ملګرو ملتونو چارواکو هم په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت ټينګار کړی و خو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي و چې اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت جوړولو ته ژمن دی او هڅه روانه ده چې د هر قوم متخصصې او ژمنې څېرې په حکومت کې شاملې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه