Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا غبرګون؛ هېواد کې د نظام د رامنځته کېدو څرنګوالی د هېوادونو دنده نه‌ده

اسلامي امارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د نظام څرنګوالی، په دغه نظام کې د کسانو شاملول او نه‌شاملول په هېڅ هېواد پورې اړه‌ نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې د نړۍ هېوادونه باید له اسلامي امارت سره په خپلواکه توګه مثبت تعامل ولري.

په دې وروستیو کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارته غوښتي چې د رسمیت پېژندلو لپاره، د افغانستان نورو قومونو ته هم په حکومت کې ونډه ورکړي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي:«هغه څه چې مهم دي دا دي چې هېڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي. د نظام څرنګوالی، د کسانو شاملېدل او نه‌شاملېدل د نورو هېوادونو دنده نه‌ده.»

له دې سره هم‌مهاله د سیاسي چارو ځيني شنوونکي وايي چې اسلامي امارت او نړۍ باید په ځینو مسایلو کې د یو بل غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی وايي:«روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دی چې نړۍوال رول هم لريو د امنیت شورا دایمي غړی دی چې د وټو حق لري او له دې اړخه کولای شي چې له افغانستان سره په اړیکو کې ګټور پرېوځي.»

د سیاسي چارو شنوونکی صدیق منصور انصاري هم څرګندوي:«موږ هیله لرو چې د افغانستان د خلکو د عقایدو او هیلو پر بنسټ یو حقیقي حکومت رامنځته شي او اوسنی حکومت له سرپرستۍ ووځي.»  

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي په خپلواکه ارزونه کې د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنو عملي کېدل په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ځای کېدو لپاره د شرطونو په توګه یاد شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه