Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: په هرو ۱۴ ورځو کې افغانستان ته ۸۰ مېلیون دالره رسېږي

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي پلټونکي پر خپله اېکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره، په تېرو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د مېلیونونو ډالرو د رسېدو خبر ورکړی دی.

د سیګر د دغه راپور پر بنسټ، هره کڅوړه  په منځۍ کچه شاوخوا ۸۰ مېلیونه ډالر دي چې د ۱۰ تر ۱۴ ورځو په لړ کې کابل کې خصوصي بانکونو کې د ملګرو ملتونو سازمان حسابونو ته رسېدلي دي.

سیګر په دغه راپور کې لیکلي:«د بهرنیو چارو وزارت سیګر ته ویلي، چې په هرو لسو او څوارلسو ورځو کې په منځي ډول د ۸۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د پیسو کڅوړې کابل ته رسېدلي دي.
د یوناما په وینا، ټولې پیسې د ملګرو ملتونو په حسابونو کې په یوه خصوصي بانک کې اېښودل شوي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک ته هېڅ نغدي پیسې نه‌دي سپارل شوي.»

بل خوا، د اسلامي امارت چارواکي وايي، هغه پیسې چې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته رالېږل کېږي، په ښوونیز روغتیايي او پرمختیایي پروژو کې لګول کېږي او اسلامي امارت یوازې د مرستندویه موسسو پر کارونو څارنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هغه مرستې چې د هېوادونو له لوري کېږي، هغه نړۍوالې موسسې چې په افغانستان کې دي، تطبیق کېږي او پیسې د هغوی په واک کې ورکول کېږي او اسلامي امارت له هغو پیسو نه اغېزمن کېږي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم څرګندوي:«زموږ هیله دا ده چې مرستې پراختیايي بڼه پیدا کړي د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي چې وکړای شي چې د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه پرې بېخ‌بنايي پروژې مخته یوړل شي.»

بل پلو، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې مرستې چې په هر نوم کېږي، د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي او وايي چې د دغو نغدي کڅوړو اغېزې د پولي ثبات او اقتصادي ودې په برخه کې مثبتې دي.

 د اقتصادي چارو شنوونکی، محمد نبي افغان وویل:«هغه پیسې چې هره اوونۍ او پنځلس ورځو کې راغي کولای شي چې زموږ پر زموږ اقتصاد، سوداګرۍ، د افغانۍ ثبات او هرې برخې ته ګټور پرېوځي.»  

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې شاوخوا ۶۹ سلنه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو لپاره کافي سرچینو ته لاسرسی نه‌لري. د دغه راپور پر بنسټ، له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی او له لسو اووه افغانان له اساسي خدمتونو بې برخې دي.
 
د اسلامي امارت چارواکي وايي، هغه پیسې چې د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته رالېږل کېږي، په ښوونیز روغتیايي او پرمختیایي پروژو کې لګول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه