Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیګر له راپور وروسته؛ ا.ا د افغانستان له خاورې ګواښ رد کړ

اسلامي امارت په افغانستان کې د القاعده ډلې د بیا راټوکېدو په تړاو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي (سیګر) راپور ته په غبرګون سره وايي، په افغانستان کې القاعده نشته.

د اسلامي امارت ویاند ټينګار کوي چې هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې له افغان خاورې کار واخلي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل: «د القاعده اړوند هيڅ څوک هم په افغانستان کې نشته، او نه هم اسلامي امارت اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د کوم لوري پر وړاندې وکارول شي، په دغه برخه کې چې کوم پروپاګند خپریږي د هیڅ چا په ګټه هم دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په هغه راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی ویلي، په افغان خاوره کې د القاعدې ګواښونه بیا په زیاتېدو دي.

په دغه ۱۵۴ مخیز راپور کې راغلي چې د القاعده ډلې مشر په افغانستان کې دی او په درې خپرو کړو اعلامیو کې یې د اسراییل او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړې په غبرګون کې په ټوله نړۍ کې د امریکا، اروپا او اسراییل پر سفارتونو او بنسټونو د بریدونو غوښتنه کړې ده.

د سیګر په راپور کې راغلي: « د القاعدې عمومي قومندان چې ویل کیږي په افغانستان کې میشت دی، تر اوسه یې درې اعلامیې خپرې کړي او د اسراییل او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړې په غبرګون کې یې په ټوله نړۍ کې د امریکا، اروپا او اسراییل پر سفارتونو او بنسټونو د بریدونو غوښتنه کړې ده.»

د چارو ځینې شنونکي که څه هم د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارت هلې ځلې او مبارزه د پام وړ بولي خو زیاتوي چې د نورو هېوادونو د ډاډ لپاره باید دغه هلې ځلې لا زیاتې شي.

د سیاسي چارو شنونکي، محمد هاشم الکوزي وویل: «امریکا چې په افغانستان کې د القاعده مشر په نښه کوي او اوس هم ادعا کوي چې افغانستان یې تر څار لاندې دی، ولې دقیق اسناد نه وړاندې کوي؟ تاسو وایئ چې دغه ډله په افغانستان کې ده، په دغه برخه کې یې تر دې مهاله نه حکومت ته اسناد وړاندې کړي او نه هم نورو بنسټونو ته.»

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي و چې القاعده، داعش او ځینې نورې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او په څو ولایتونو کې پټنځایونه لري.
 د دغه راپور پر بنسټ، د القاعده ډلې یو وسله تون په پنجشېر او څلور نور روزنیز مرکزونه یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې دي چې اسلامي امارت بیا دغه راپور بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه