Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ایران سفارت: ۷۵۰زره افغان زده کوونکي ایران کې په زده کړو بوخت دي

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال طلوع نیوز ته ویلي، په ایران کې دمګړۍ ۷۵۰ زره افغان زده کوونکي په ښوونځیو او مدرسو کې په لومړنۍ او منځنۍ کچې زده کړې کوي.

غلام رضا نجاري، ډاډ ورکړی، چې په دغه هېواد کې د افغان زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې ده.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري طلوع سره خبرو کې ویلي: «شاوخوا ۷۵۰ زره افغان زده کوونکي اوسمهال په لومړنۍ او منځنۍ کچه په ښوونځیو او مدرسو کې په ایران کې په زده کړو بوخت دي.»

د ښاغلي نجاري په خبره، د غیر رسمي شمېرو له مخې په ایران کې ۷ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

دغه ایراني ډیپلوماټ ، دوی د افغان کډوالو لپاره د وېزو او نورو برخو کې ښې اسانتیاوې چمتو کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري زیاته کړې: «۷ میلیونه افغان کډوال په ایران کې دي. تاسو پوهېږئ، چې موږ د افغان کډوالو لپاره د ویزې او نورو برخو کې ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي او تل مو دې ته هڅولي، چې له قانوني لارو ایران ته راشي.»

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعالان وايي، په دغه هېواد کې افغان کډوال په بد وضعیت کې ژوند کوي او باید د دوی لپاره د ژوند لا ښې اسانتیاوې برابرې شي.

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی و ویل: «د افغان کډوالو لپاره په ایران کې باید د ژوند ښې اسانتیاوې برابرې شي او دا اسانتیاوې باید تلپاتې اوسېږي، ترڅو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې حل شي.»

په ایران کې افغان کډوال عطاءالله خوګیاڼي و ویل: «هغه افغان کډوال چې په ایران کې مېشتیږي، نو باید د دې هېواد ټولو قوانینو ته احترام وکړي، څو پر وړاندې يې ستونزې جوړې نه شي.»

ایران، پاکستان او ترکيې څخه د افغان کډوالو په جبري توګه د ویستلو له پیل راهیسې د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو له دغو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال په جبري توګه و نه باسي او د نړیوالو قوانینو له مخې ورسره چلن وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه