Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قمي: د سیمه‌ییزې تماس ډلې د رامنځته کولو موخه له اسلامي امارت سره همکاري ده

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشري ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي، د سیمه‌ییزې تماس ډلې د رامنځته کولو موخه د سرپرست حکومت له چارواکو سره همکاري بولي.

ښاغلی قمي وايي چې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د وضعیت ښه‌والی د خپل ډله‌ییز کار په لومړيتوب کې راوستی او ټينګار کوي چې د افغانستان بېلابېلې موضوع‌ګانې، د تهران لپاره هم په لومړیتوب کې دي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشري ځانګړي استازي او سفیر دغه څرګندونې د ایران «د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۵ کلیزې» په مناسبت مراسمو کې چې په کابل کې د ملګروملتونو او څو نورو هېوادونو استازو او سفیران هم په‌کې حضور درلود، کړې دي.

حسن کاظمي قمي په دې هکله وايي:«د تماس ډلې له جوړېدو لومړنۍ موخه، د امنیت، ثبات او سیاست او اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې له اوسنیو واکمنو سره همکاري ده.»

حسن کاظمي قمي په دې باور دی چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له خپل حضور سره د پرمختګ مخه ‌ډب کړې او په افغانستان کې یې بېخ‌بنايي چارو ته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.

نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان د زیاتو اقتصادي سرچینو په لرلو سره کولای شي خپلې او د ځینې نورو هېوادونو اړتیاوې تامین کړي او تهران په اقتصادي برخه کې له سرپرست حکومت سره ښه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر څرګندوي:«ایران او افغانستان هر یو، په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې صنایع، ټکنالوژۍ، ټرانزیټ، کانونو، بزګرۍ، اوبو او نرژۍ کې په برخو کې د ظرفیتونو د لرلو له امله بالقوه او بالعفل وړتیاوې لري. چې د دوه سترو اقتصادونو په توګه د یو بل ډېری اړتیاوې پوره کوي.»

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم له ایران سره د افغانستان د اړیکو په تړاو څرګندونې کوي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکری په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا غوښتونکی دی، او په سیاسي، امنیتي او کلتوري برخو کې د دغو اړیکو د ژورتیا پر دوام ټينګار کوي.» 

حسن کاظمي قمي، دغه راز د خپلې وینا په بله برخه کې وايي، تهران له کلونو راهیسې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دغه راز د سولې او ټیکاو غوښتونکی دی او لا هم د دغه هېواد بېلابېلې موضوع‌ګانې د دوی کاري لومړیتوبونه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه