Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: د اقلیمي بدلون اغیزې لا هم پر خپل ځای دي

په دې لړ کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې د تېرو کلونو پرتله په هېواد په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا ککړتیا کمه شوې ده، خو زیاتوي چې لاهم د اقلیمي بدلونونو زیانونه پر خپل ځای دي.

د یادې ادارې د هوا ککړتیا د کنټرول رییس ویلي واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې مرستې کمې شوي دي.

د هوا د ککړتیا د کنټرول رییس احمد فیصل بریالي طلوع نیوز ته و ویل: « دا ټولې شمېرې موږ ته دا ښیي چې د تېر کال په پرتله سږ کال هوا ډېره پاکه شوې ده. زموږ کارکوونکو په فزیکي توګه له ټولو لوړ پوړو وداینو څخه څارنه کړې ده او اوس یې کوي. هره شپه دوی ګرځي او هغه مرکزګرمۍ بندوي چې فېلټرونه نه لري.»
 
دغه اداره دغه راز ټينګار کوي چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د اقلیمي بدلون او د هغه د زیانونو د مخنیوي له برخې سره مرستې کمې شوي او یا هم بندې شوي دي چې دا مسأله د افغانستان پر زیان تمامېدای شي.

د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوه سید محمد سلیمان خېل و ویل: « په اوږدمهال کې دولت پر شنو طرحو باندې کار وکړي او د ټولو سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو کلک څار وشي دا به غوره وي.»

ځینې ډاکټران ټينګار کوي، چې د هوا د ککړتیا د زیانونو د مخنیوي لپاره باید پر بېلابېلو ناروغیو د هېوادوالو د نه اخته کې لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

ډاکټر، جاوید خوشحال و ویل: « ډېری وخت د [هوا ککړتیا] د تنفسي ستونزو لامل کیږي ځکه په فضا کې ګازونه دي او دغه ګازونه د روغتیا لپاره ضرر لري چې ډېری وخت بیا د سینه بغل سبب کیږي.»   

بلخوا، یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارته تمه لري چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
          
د کابل اوسېدونکی محمد په دې اړه وایي: « په دې ورځو کې موږ ګورو چې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا ستونزې زیاتې شوي دي چې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کوي په ځانګړې توګه تنفسي ستونزې.»

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره له ټيټ کیفیته سون توکو کار اخیستل زیاتېږي چې د هوا د ککړتیا پر زیاتېدو مستقیم اغېز لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه