د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې د تېر کال پرتله په پلازمینه کې د هوا ککړتیا د کچې له کموالي خبر ورکوي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې دغه چارواکی وايي، په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا کچه د تېرو کلونو پرتله په هر متر مکعب کې له ۵۰۰ ملي مایکرونو ۲۰۰ ملي مایکرونو ته راکمه شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال د ککړتیا د تنظیم او کنټرول مسوول طوفان جبران، د هوا د ککړتیا د زیاتوالي له امله د ځینو پروژو ځنډېدل منفي اغېزې پرېباسي او د دې ننګونې د لهمنځه وړلو لپاره باید د چاپېریال ساتنې مسئله د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې شامله شي.
طوفان جبران وايي:«د چاپېریال ساتنې موضوع باید د اسلامي امارت په لومړیتوب کوې وي چې په تېر نظام کې نهوه.»
هغه زیاتوي چې په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا د اندازې معلوملولو لپاره یوازې یوه ګرځنده دستګاه شته.
له دې سره هممهاله، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پخوانی مرستیال عزتالله صدیقي وايي، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره هېڅ بنسټیز کار نهدی شوی. او دې ادارې په تېر حکومت کې ځانګړې بودجه نهلرله.
ښاغلي صدیقي وویل:«د پالیسۍ او سیاست په کچه د چاپېریال ساتنې موضوع ته پاملرنه نهده شوې. یوازې یوه اداره جوړه شوې، قانون ورته جوړ شوی؛ خو بیا هم چا ورته پاملرنه نهده کړې.»
عزتالله صدیقي زیاتوي چې په تېر حکومت کې د هوا د ککړتیا د معلومولو د ۱۰ دستګاوو د پېرلو لپاره ۴۰۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، خو تر اوسه دغه دستګاوې نهدي پېرل شوي.
هغه زیاته کړه:«۴۰۰ مېلیون افغانۍ بودیجه یې ورکړه چې کابل ښار ته ۱۰ دستګاوې وپېرل شي. یوه د وزیراکبرخان پيه سیمه کې، په صنعتي سیمو کې، په هغو سیمو کې چې پاک دي، په هغو سیمو کې چې د وسایطو تګ راتګ ډېر دی، هغه ولګول شي.»
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځی رییس داوود شېرزاد په دغه پروګرام کې وویل:«خلکو ته دې وویلی شي چې له لوګي لرونکو موټرو استفاده ونهکړي، د خپلو موټرو ماشینونه نوي کړئ، څو ډېره ککړتیا رامنځته نهشي.»
کابل د نړۍ یو له هغو ښارونو دی چې د هوا ککړتیا پهکې زیاته ده او هر کال د ژمي په رارسېدو او د خلکو له لوري د سون توکو په کارولو سره د هوا ککړتیا پهکې څو برابره زیاتېږي.
په دې اړه مو اندونه