د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو هېوادوالو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند په یوه خبري غونډه کې د امریکايي بندیانو د ازادۍ د هلو ځلو په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د امریکايي وګړو امنیت د واشنګټن لومړیتوب دی او په دې تړاو هڅې دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وېدانت پټېل و ویل: «موږ ته د امریکايي وګړو له امنیت بل مهم لومړیتوب نشته، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په تېروتنې سره نیول شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې پر بنسټ، اوس مهال موږ تاسې ته هیڅ دا توصیه نه کوو چې افغانستان ته سفر وکړئ. یانې افغانستان ته سفر کول په څلورمه درجه کې دي چې د سفر نه کولو په مانا دي.»
که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو څه نه وايي خو تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ویلي و چې اوس مهال افغانستان د بهرنیو وګړو لپاره خوندي دی.
اخوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي چې سرپرست حکومت باید د نړۍ د باور راجلبولو په موخه، په هېواد کې په بشپړه توګه سوله او امنیت تامین کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې اړه و ویل: « سرپرست حکومت باید په هېواد کې د سولې، ټیکاو او امنیت ساتلو لپاره په هېواد کې د ننه د ټولو افغانانو او بهرنیو ژوند خوندي کړي او اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.»
د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري و ویل: « دا بندیز به د سیلانیانو پر تګ منفي اغیز وکړي، ډېر سیلانیان به افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي، ځکه د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هلته [افغانستان کې] ترهګري شته.»
تر دې مخکې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خپلو وګړو غوښتي و چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.
په دغه خبرپاڼه کې د افغانستان امنیتي وضعیت بې ثباته یاد شوی و او برېټانیايي وګړو ته ویل شوي چې په افغانستان کې د هغوی د نیول کېدو احتمال هم شته.
خو اسلامي امارت د دغو ادعا په ردولو سره ویلي و چې افغانستان امن او امان دی.
په دې اړه مو اندونه