د خوست له نړۍوال هوایي ډګر څخه په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته مخامخې الوتنې پیل شوې.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې له دوو کلونو وروسته د آریانا افغان هوایي شرکت له خوسته یو شمېر مسافر د عربي متحده اماراتو العین ښار ته لېږدولي دي.
د وزارت د چارواکو د مالوماتو له مخې، له دغه هوایي ډګر به هره اونۍ کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره کیږي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي و ویل: « د اریانا افغان هوایي شرکت لومړنۍ الوتنه له کابل څخه خوست ته ترسره شوه، همدارانګه په لومړي ځل له خوست څخه العین ښار ته الوتنې پیل شوې.»
د خوست نړۍوال هوایي ډګر ته لومړنۍ الوتنه بیا له کابله د آریانا افغان هوایي شرکت له لوري وشوه.
ځیني مسافر او خوست میشتي د دغو الوتنو له پیلیدو خوښ دي، خو له مسوولینو غواړي چې د خوست له نړۍوال هوایي ډګره د نورو شرکتونو د الوتنو زمینه هم برابره کړي.
مسافر سلطان محمد منګل و ویل: « داسې خلک شته چې وایي په هر څو چې وایي دا ټکټ زه پېرم او د شوق لپاره هم خوست ته ځم ځکه خپل وطن دی.»
د خوست اوسيدونکي سيدالله طلوع نیوز ته و ویل: « دا چې د خوست الوتنې پیل شوې ډېر خوند یې وکړ او خلک ډېر خوښ دي، په العین کې هم مساپر ډېر خوښ دي ځکه د ټیکټونه بیې ټیټې شوې او اوس خلک د دې وس لري چې خوست ته راشي او بېرته لاړ شي.»
د خوست اوسيدونکي صبرک علي شير داسې و ویل: « دولتي خدمات چې ترسره کېږي ډېر نیک کار دی، اوس خوستوال له هغه کړاوه خلاص شول چې د الوتنې لپاره به کابل ته تلل، اوس دلته په خوست کې هوایي ډګر جوړ شو او ټولو لپاره نږدې دی.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو په خبره، خوست نړۍوال هوايي ډګر د ټولو نړۍوالو الوتنو لپاره چمتو دی او هڅې روانې دي چې نور شرکتونه هم ترې الوتنې پيل کړي.
په دې اړه مو اندونه