Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته دې «فلای دوبۍ» شرکت د الوتنو بیا پېل

فلای دوبۍ شرکت له دوه کاله او څلورو میاشتو ځنډ وروسته، نن (چهارشنبې، د لړم په ۲۴مه) کابل ته خپلې الوتنې بیا پېل کړې.

په عربي متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا ویلي چې د دغه هوايي چلند شرکت الوتنې د دغې شورا د سوداګرو او د اسلامي امارت د چارواکو د هڅو په پایله کې له سره پېل شوې دي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا حاجي رییس عبیدالل صدر خېل چې د دغه شرکت په لومړنۍ الوتنه کې کابل ته راغلی، طلوع نیوز ته وايي سربېره پر دې چې د فلای دوبۍ الوتنو بیا پېل د کابل-دوبۍ ټکټونه ارزانه کړي، د سوداګرو پر فعالیتونو به هم ښې اغېزې ولري.

حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هکله زیاته کړه:«پر دغې موضوع موږ ډېر زحمت وایست، دا چې موږ نن بریالي شوو چې په خیر د فلای دوبۍ الوتنه کابل ته وشوه او د دغو الوتنو پېل د افغانستان پر اقتصاد، د افغانستان مسافرو او د افغانستان د حکومت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي هم په دې هکله وویل:«په راتلوونکي کې به د هوايي چلند ټول بهرني شرکتونه هم خپلې الوتنې به پېل کړي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په معیاري توګه د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي او ترسره کوي.»

د ټرانسپورټ وزارت مسوولان بیا د هر ډول الوتنې لپاره د افغانستان د فضا پر خوندیتوب ټینګار کوي او په نرخونو کې د سالمې سیالۍ په موخه د بهرنیو شرکتونو د الوتنو بیا پېل هم مهم بولي.

د افغانستان د هوايي ډګرونو عمومي رییس عبدالستار غروال وايي:«هېوادوالو ته د ډېرو اسانتیاوو او له اقتصادي پلوه له هغوی سره د همکارۍ په موخه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له هڅو سره به د فلای دوبۍ الوتنې د بیو په برخه کې مثبته اغېزه ولري.»

د کابل نړۍوال هوايي ډګر رییس عبدالهادي محمد هم وویل:«د هوايي دګر د امنیت، هوايي چلند او خوندیتوب، ټرافیک او اطفایې او یا هوا پېژندنې په برخو کې زموږ تول خدمتونه معیاري دي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم کابل ته د بهرنیو الوتنو زیاتوالی د سوداګریزو فعالیتونو په ګټه بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د درالانشا رییس خان محمد سرفراز باز څرګندوي:«که‌چېرې بهرني شرکتونه افغانستان ته الوتنې ولري، د افغانستان د خلکو، د خصوصي سکټور او د افغانستان د سوداګرۍ په ګټه ده.»

په دوبۍ کې د افغان سوداګرو د شورا د رییس په وینا، فلای دوبۍ شرکت به اوس له کابله دوبۍ ته د ورځې دوه الوتنې کوي او د راتلونکې زیږیزې میاشتې له پیله به د دغه شرکت د الوتنو شمېر په ورځ کې څلورو ته ورسېږي او د ټکټونو په بیو کې به یې هم د پام وړ کموالی راشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه