Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تورخم ته د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه د ا.ا د لوړپوړي پلاوي سفر

د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو چارواکو ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی. 

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې دغه سفر په تورخم کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونې او را ایستل شوی کورنیو ته د مرستو برابرولو په موخه ترسره شوی دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، نورالله نوري وویل: « له سیمې مو لیدنه وکړه او مسوولین تر خپله وسه ستونزو ته رسېدنه کوي، په ځانګړې هغو ستونزو ته چې کډوال ورسره مخ دي.» 

بلخوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ځيني چارواکي طلوع نیوز ته وايي چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لنډمهالې او دایمي سرپناه د جوړولو په موخه د هېواد د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون له لوري چې دغه وزارت یې غړیتوب لري، هڅې روانې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د عامه اړیکو او خپرونو رییس، حمد لله فطرت وویل: « کډوال چې هېواد ته راستنیږي او له هغو ستونزو سره چې هلته مخ کیږي په دې اړه مو له کډوالو سره لیدنې کړي او ژمنه ورسره کوو چې د ژمي په تېرېدو سره به د دایمي سرپناه جوړولو عملي کار شروع کړو.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه وویل: « دوی له تورخم څخه لیدنه وکړه او د افغان کډوالو اوسنی وضعیت یې وارزاوه او همدارنګه یې د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړې شوې پوستې، سوداګري او ټرانزیټ څخه یې هم کتنه وکړه.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ