Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنايي پېژندپاڼو پر بیې او د وېش بهیر پر پڅوالي د هېوادوالو نیوکې

د برېښنايي پېژندپاڼې ډېری غوښتونکي د دغې پېژندپاڼې د بیې له لوړوالي او د هغه د وېش بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي.

هېوادوال وايي چې سرپرست حکومت باید د برېښنايي پېژندپاڼو د بیې کموالي ته پاملرنه وکړي.

د برېښنايي پېژندپاڼې غوښتونکی محمد څرګندوي:«ستونزې زښته زیاتې دي، ۱۵ ورځې کېږي چې راغلی یم. د احصاییې او معلوماتو له رییس څخه غواړو چې مرکزونه زیات کړي او ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د برېښنايي پېژندپاڼې غوښتونکې مروه هم وايي:«د تذکرې بیه لوړه ده، موږ ته نوبت نه‌رسېږي او دا بهیر ډېر وخت نیسي.»

د احصايې او معلوماتو ملي اداره د برېښنايي پېژندپاڼې د بیې د لوړوالي لامل د خدماتو د لګښت لوړه بیه بولي.

د دغې ادارې ویاند زیاتوي چې هڅه کوي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د چټکتیا په موخه نور مرکزونه هم جوړ کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع طلوع‌نیوز ته وویل:«د برېښنايي تذکرې د بیې لوړوالي عمده عوامل، د خدمتونو او لګښت زیاتوالی او په نړۍوالو بازارونو کې د کارټونونو د پولي کاربونیټ بیې لوړېدل دي.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۱۲ مېلیون وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دغه اداره زیاتوي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۵ مرکزونه په ورځني ډول فعال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه