د دفاع وزارت سرپرست، د ازبیکستان د استخباراتو او پولو له رییس سره په لیدنه کې د پولو اړوند مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د ټینګښت په تړاو خبرې کړي دي.
مولوي محمد یعقوب په دغه لیدنه کې ډاډ ورکړی چې، د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه له نورو هېوادونو سره د پراختیايي پروژو د عملي کولو، پانګونو او نورو ورته چارو کې همکارۍ ته چمتو دي.
ښاغلي مجاهد ډاډ څرګند کړی چې د پولو د خوندي ساتلو لپاره به هڅې لا زیاتوي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په تېر یوه کال کې پر پولو کې ډیر کار کړی او پام کې لرو چې په راتلونکي کې د هېواد د پولو کارونه نور هم کلک کړو. »
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دې دنده لري چې د ټولو افغانانو ګټې خوندي کړي، د افغانستان له خاورې دفاع وکړي، ګواښونه له منځه یوسي، اقتصادي پروژې چې پیلیږي د هغوی امنیت خوندي کړي. په د برخو کې باید ډاډمن و اوسو او هېڅ ویره نه وي.»
د چارو ځينې شنونکي له ګاونډيو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا له ټينګار سربېره د افغانستان او ازبېکستان تر منځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي و ویل: « که په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره اړین امنیت او بشپړ مصونیت رامنځته شي، دا به د نورو بهرنیو پانګونو د جلب لپاره ښه زمینه مساعده کړي او په افغانستان کې دپانګونې برخه کې د ازبېکستان ونډه د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو په پرتله غوره ده.»
د سیاسي چارو شنونکي محمد زلمي افغانیار طلوع نیوز ته داسې و ویل: « که د دوه اړخیزو اړیکو د تعریف پر بنسټ وي، د ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي برخې خبرې به هم د افغانستان او هم د ازبېکستان لپاره ګټورې وي.»
د ملي دفاع وزارت سرپرست تر دې مخکې د ۲۰۲۳م کال د لاسته راوړنو په غونډه کې ویلي وو چې، د افغانستان ۲۰ ولایتونه له شپږو هېوادونو سره ګډې پولې لري او په دغو سیمو کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه ۶۳ پوځي کنډکونه، ۱۰۸ پوځي مرکزونه او ۶۰۰ اډې له ټولو نظامي تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي دي.