د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مک کال د دغې کمېټې په غونډه کې ویلي، تر هغې چې امریکایي وګړي د اسلامي امارت له بنده خوشې نهشي له خپلو هڅو به لاس په سر نهشي.
ښاغلي مک کال وایي چې جمهورغوښتونکي او ډموکراټان به یوشان د امریکایي وګړو غیر قانوني نیونه ونهزغمي.
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ویلي:«دا به طالبانو ته یو پیاوړی پیغام وي چې د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراټانو په ګډون ټول امریکايان په یوه شان د امریکايي وګړو ناقانونه نیونه نهزغمي. زموږ پیغام روښانه دی چې کانګرس د رایان او نورو ناحقه نیول شویو امریکايي وګړو تر خوشې کېدو ارام نهکېني.»
که څه هم اسلامي امارت د امریکايي وګړو بندي کول نهمني خو بیا هم ټينګار کوي چې بهرني وګړي باید د افغانستان قوانین رعایت کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل:«په هېواد کې د امریکايي بندیان نهلرو کهچېرې څوک نیول شوي هم وي، نو د سرغړونو له امله ده، ټول بهرني وګړي چې افغانستان ته راځي باید د افغانستان قوانین په پام کې ونیسي.»
اخوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي اسلامي امارت مکلف دی چې پر هغو کسانو د قانون په پام کې نیولو سره، څارنه وکړي چې ناقانونه فعالیت کوي.
د نظامي چارو شنوونکی محمد زلمی افغانیار وايي:«د یوه هېواد وګړي چې په یوه بل هېواد کې نیول کېږي، طبعاً چې د هغه هېواد د قوانینو پر بنسټ نیول شوي، طبعاً داسې افغانان هم دي چې په امریکا کې تر څارنې لاندې دي. ایا امریکایان هغوی ازادوي؟»
د سیاسي چارو شنونکي سید قریبالله سادات هم وویل:«ډپيلوماټيکه او اصولي لار دا ده چې د قطر له لارې له اسلامي امارت سره تفاهم وکړي او هغه کسان چې په افغانستان کې بندیان وي، ازاد شي.»
تر دې مخکې هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت، د اسلامي امارت له بنده د خپلو وګړو خوشې کول د واشنګټن له کاري لومړیتوبونو یاد کړي و.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې وه چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ، د اسلامي امارت له یوه استازي سره د رایان کوربېټ او نورو امریکايي وګړو د خوشې کولو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه