Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبیکستان له سفیر سره لیدنه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په ګډون د ځینو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت چارواکو ویلي، چې په لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو پر سفرونو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم د وارداتي برېښنا پر لېږد غږیدلي دي.

په دغه کتنه د سوداګرو او بار چلوونکو د ستونزو پر حل هم ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل و ویل: « د بهرنیو چارو وزارت د ازبیکستان له سفیر په لیدنه کې د ټرانسپورټ برخې پر ستونزې خبرې کړي دي او ویې ویل که افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي، په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې به لازم پرمختګ رامنځته شي.»

اخوا، برېښنا شرکت وايي د افغانستان ډیره برخه برېښنا وارداتي ده چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبېکستان، تاجېکستان او ترکمنستانه را واردیږي او دغه شرکت پر دې توانیدلی چې د تېر حکومت راهیسې د برېښنا ۶۲۰ میلیون ډالره پور پرې کړي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي و ویل: « د برښنا شرکت وکولی شول چې د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالر پور پرې کړي، د دې ترڅنګ مو د برښنا شرکت په تاریخ کې په لومړي ځل مخکې اداینه هم وکړه.»

یو شمېر سوداګر بیا وايي، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د راکړې ورکړې دوام د ټرانزیټ پر څلورلارې د افغانستان د بدلېدو لپاره تر ټولو ستر فرصت دی او دغو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره باید ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

سوداګر محبوب الله محمدي و ویل: « منځنۍ اسیا نه یوازې زموږ د محصولاتو لپاره یو ښه مارکیټ دی بلکې د سیمې پر څلولارې د افغانستان بدلولو ته هم ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو برنامې اقتصادي برنامو پورې اړوند دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، یوازې په تېرو لسو میاشتو کې له ازبېکستان سره د ۲۳۲ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې له منځه یې ۲۱۴ میلیون ډالره واردات او ۱۹ میلیون ډالره صادرات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه