Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رینا امیري په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د افغانستان د بشر حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

رینا امیري امیري اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې واشنګټن کې یې د ازبیکستان له سفیر سره لیدلي او د افغانستان او سیمې پر مسایلو ورسره غږېدلې ده.

رینا امیري لیکلي: «په واشنګټن کې مې د ازبېکستان له سفیر، فرقت صدیقوف سره رغنده خبرې اترې درلودې. په دغه کتنه کې مو په افغانستان کې د ازبېکستان د سیمه ییز رول او په دغه هېواد کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو چې د افغان ښځو او نارینه و له حقونو ملاتړ وکړي، خبرې وکړې.»

د چارو ځینې شنونکي هم په اوسنیو شرایطو کې د ټولګډوني حکومت جوړېدل مهم بولي.

دوی همدا راز د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو پر رغنده رول هم ټينګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري داسې وایي: « د ټولګډونه حکومت جوړول، د نن او پرون سیاسي شخصیتونو سره د یو نوي ایتلاف جوړولو په مانا نه دی بلکې د افغانستان د سیاسي جوړښت په مانا دی چې د افغانستان ټول خلک پکې ځان وګوري او د مشروعیت مرجع د خلکو رایه او رضایت وي.»

د سیاسي چارو شنونکي نجیب الرحمن شمال و ویل: « هیله من یو چې د افغانستان سرپرست حکومت دا زمینه برابره کړي او د ټولګډونه حکومت په رېښتینې مانا داسې یو حکومت جوړکړي چې په هغه کې ښځې، سړي، متخصصین، کارپوهان او د هر ګوند غړي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو حقونو مراعت او د ټولګډوني حکومت جوړېدل له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره لومړني شرطونه یادیږي او نړۍ پر همدغه بنسټ له سرپرست حکومت سره خبرې کوي.

خو دغه موضوع تل د اسلامي امارت له لوري رد شوې او زیاته کړې یې ده چې اوسنی حکومت ټولګډونی دی او افغانستان کې د ښځو حقونه هم د اسلامي شریعت په رڼا کې خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه