Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: هېواد کې له نشه‌يي توکو سره زموږ مبارزه جدي ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد جدي مبارزه شوې او له دې اړخه د هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي.

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې له افغانستانه د نشه‌يي توکو قاچاق حقیقت نه‌لري او په دې تړاو د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه دي.

د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«د قاچاق په برخه کې اسلامي مارت جدي دی. د نشه‌يي توکو پر ضد زموږ مبارزه په درې اړخونو کې ده، چې لومړی باید د کوکنارو کښت ممنوع کړو او تطبیق یې کړو. که‌چېرې له بزګرو سره همکاري وشي، هغه هېوادونه چې له نشه‌يي توکو زیانمن وو، هغه پیسې چې په دې هکله لګوي، باید افغانانو ته یې ورکړي.»

اوس اوس، د منځنۍ اسیا ځينو رسنیو په تاجیکستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له قوله ویلي، چې د جاپان حکومت د نړۍوالې همکارۍ د اژانس (جایکا) له لارې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د مدیریت د پروژې مالي ملاتړ کوي.

 له افغانستان سره د دغه هېواد د پولې د اوږدوالي تضمين، د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنيوى او له پولې اخوا سوداګرۍ اسانتياوې د دې پروژې اساسي موخې بلل شوي دي.

بلخوا، د نظامي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي، چې یو شمېر زبرځواک هېوادونه هڅه کوي چې منځنۍ اسیا او افغانستان ناامنه کړي.

د نظامي چارو شنوونکی کامران امان وویل:«زموږ د ګاونډیو هېوادونو پولي له نشه‌يي توکو په امن دي. جاپان د دې لپاره چې له امریکا سره همغږی دی، نن غواړي چې د عربي هېوادونو جګړه اسیايي هېوادونو ته ولېږدوي په ځانګړې توګه افغانستان ته.» 

د نظامي چارو شنوونکی اختر راسخ په دې هکله څرګندوي:«په نیمه پېړۍ کې لوېدیځ او ختیځ زبرځواکونه د ځانګړو موخو لپاره د افغانستان په جغرافیه کې وجنګېدل، چې دغه ترهګري او د نشه‌يي توکو قاچاق د کښت زیاتوالي ته یې زمینه برابره کړه.» 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت د تړون د سازمان سرمنشي ادعا کړې وه، چې له افغانستانه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د نشه‌يي توکو او وسلو قاچاق زیات شوی؛ خو اسلامي امارت دا خبره بې بنسټه بولي.
 
د منځنۍ اسیا ځينو رسنیو په تاجیکستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له قوله ویلي، چې د جاپان حکومت د نړۍوالې همکارۍ د اژانس (جایکا) له لارې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د مدیریت د پروژې مالي ملاتړ کوي.

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد جدي مبارزه شوې او له دې اړخه د هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه دي.

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې له افغانستانه د نشه‌يي توکو قاچاق حقیقت نه‌لري او په دې تړاو د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه دي.

د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«د قاچاق په برخه کې اسلامي مارت جدي دی. د نشه‌يي توکو پر ضد زموږ مبارزه په درې اړخونو کې ده، چې لومړی باید د کوکنارو کښت ممنوع کړو او تطبیق یې کړو. که‌چېرې له بزګرو سره همکاري وشي، هغه هېوادونه چې له نشه‌يي توکو زیانمن وو، هغه پیسې چې په دې هکله لګوي، باید افغانانو ته یې ورکړي.»

اوس اوس، د منځنۍ اسیا ځينو رسنیو په تاجیکستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له قوله ویلي، چې د جاپان حکومت د نړۍوالې همکارۍ د اژانس (جایکا) له لارې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د مدیریت د پروژې مالي ملاتړ کوي.

 له افغانستان سره د دغه هېواد د پولې د اوږدوالي تضمين، د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنيوى او له پولې اخوا سوداګرۍ اسانتياوې د دې پروژې اساسي موخې بلل شوي دي.

بلخوا، د نظامي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي، چې یو شمېر زبرځواک هېوادونه هڅه کوي چې منځنۍ اسیا او افغانستان ناامنه کړي.

د نظامي چارو شنوونکی کامران امان وویل:«زموږ د ګاونډیو هېوادونو پولي له نشه‌يي توکو په امن دي. جاپان د دې لپاره چې له امریکا سره همغږی دی، نن غواړي چې د عربي هېوادونو جګړه اسیايي هېوادونو ته ولېږدوي په ځانګړې توګه افغانستان ته.» 

د نظامي چارو شنوونکی اختر راسخ په دې هکله څرګندوي:«په نیمه پېړۍ کې لوېدیځ او ختیځ زبرځواکونه د ځانګړو موخو لپاره د افغانستان په جغرافیه کې وجنګېدل، چې دغه ترهګري او د نشه‌يي توکو قاچاق د کښت زیاتوالي ته یې زمینه برابره کړه.» 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت د تړون د سازمان سرمنشي ادعا کړې وه، چې له افغانستانه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د نشه‌يي توکو او وسلو قاچاق زیات شوی؛ خو اسلامي امارت دا خبره بې بنسټه بولي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه