Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د افغانستان-ایران پوله باید د دواړو خواوو د هوکړې پر بنسټ وتړل شي

اسلامي امارت د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې د تړلو په تړاو د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د قومندان د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې دا کار باید د دواړو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ ترسره شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاتوي چې اوس افغانستان امن دی او دا ډول اقداماتو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: «په ټوله کې پوله ییز اقدامات د هر هېواد له لوري ترسره کېږي، باید هوکړې هم واوسي او دویم دا چې هېڅ هېواد باید له افغانستانه ګواښ ونه لري د ایران د اسلامي جمهوري په ګډون او باید ډاډه اوسي چې له افغانستانه دوی ته زیان نه رسېږي، افغانستان د امنیت او ثبات دی. او هغه وخت چې امنیت نه وه، جګړه وه او ښکیلاک وه که دغسې کار ترسره کېده نو یو اړخ به یې لرلو خو اوس دغه ډول اقدام نه لیدل کیږي.»

بل‌خوا، د نظامي چارو ځیني شنونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د تړلو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د نظامي چارو شنونکي، کامران امان په دې اړه وویل: « ایران حق لري چې د ځان لپاره یې جوړ کړي په دې شرط چې د افغانستان له پوله ساتونکو سره هوکړې ته ورسېږي.» 

دا په  داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی، چې ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان له افغانستان سره د ایران د سرحدي کرښې تړل د دغه هېواد یوه ملي طرحه بللې ده او ویلي یې دي، چې د دې پولې د تړلو د طرحې موخه د امنیت ټينګښت دی.

د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان له افغانستان سره د ایران د سرحدي کرښې تړل د دغه هېواد یوه ملي طرحه بللې ده او ویلي یې دي، چې د دې پولې د تړلو د طرحې موخه د امنیت ټينګښت دی.

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې د تړلو په تړاو د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د قومندان د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې دا کار باید د دواړو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ ترسره شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاتوي چې اوس افغانستان امن دی او دا ډول اقداماتو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: «په ټوله کې پوله ییز اقدامات د هر هېواد له لوري ترسره کېږي، باید هوکړې هم واوسي او دویم دا چې هېڅ هېواد باید له افغانستانه ګواښ ونه لري د ایران د اسلامي جمهوري په ګډون او باید ډاډه اوسي چې له افغانستانه دوی ته زیان نه رسېږي، افغانستان د امنیت او ثبات دی. او هغه وخت چې امنیت نه وه، جګړه وه او ښکیلاک وه که دغسې کار ترسره کېده نو یو اړخ به یې لرلو خو اوس دغه ډول اقدام نه لیدل کیږي.»

بل‌خوا، د نظامي چارو ځیني شنونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د تړلو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د نظامي چارو شنونکي، کامران امان په دې اړه وویل: « ایران حق لري چې د ځان لپاره یې جوړ کړي په دې شرط چې د افغانستان له پوله ساتونکو سره هوکړې ته ورسېږي.» 

دا په  داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی، چې ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان له افغانستان سره د ایران د سرحدي کرښې تړل د دغه هېواد یوه ملي طرحه بللې ده او ویلي یې دي، چې د دې پولې د تړلو د طرحې موخه د امنیت ټينګښت دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه