اسلامي امارت د تاجېکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې وایي، د افغانستان او ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه تاجېکستان ترمنځ پولو امنیت خوندي دی.
د اسلامي امارت ویاند، د افغانستان او تاجېکستان ترمنځ د پولو د پیاوړتیا اړوند د یوې وړاندې شوې مسودې په غبرګون کې وايي، هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې د ګاونډيو پر ضد د افغانستان له خاورې کار واخیستل شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز وویل: د افغانستان له خاورې به ان شاالله هیڅ یوه هېواد ته ستونزې نه جوړیږي، په ځانګړې توګه هغه ګاونډي هېوادونه چې په شمال کې دي، ځيني وختونه چې د تاجېکستان له لوري اندېښنې څرګندیږي، رښتینې نه دي. اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له تاجېکستان سره ښې اړیکې جوړې کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور موجود وي او له افغانستانه د خطر احساس و نه شي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې تاجېکستان تل د افغانستان له خاورې د خطر احساس کوي؟
د نړۍوالو چارو شنونکی، عبدالرحمن شمال طلوع نیوز ته و ویل: هغوی له دې ډار لري چې خدای مه کړه، سخت دریځې ډلې په افغانستان کې پیاوړې شي او بیا د ګاونډيو هېوادونو سربېره د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پیښ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، احمد خان اندړ طلوع نیوز ته و ویل: دا ټول موضوعات او اندېښنې له اسلامي امارت سره د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کېدای شي. د ترهګریزو ډلو پر وړاندې باید ګاونډي هېوادونه له اسلامي امارت سره په ګډه امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي څو په ګډه د دغې نړۍوالې ستونزې پر وړاندې مبارزه وشي.
تر دې مخکې د تاجېکستان بهرنیو چارو وزارت د ټولیز امنیت سازمان د غړو هېوادونو د استازو غونډې ته چې په مسکو کې جوړه شوې وه، یوه مسوده وړاندې کړه چې د کابل او دوشنبې ترمنځ د پولو د امنیت ساتنې په تړاو وه.