Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو لخوا د موبایلونو ډېرې کارونې په اړه د ډاکټرانو خبرداری

ډاکټران وایي چې د ماشومانو له خوا د ځیرک موبایل ډیره کارونه د لیدو او ذهني اختلالاتو لامل کیږي.

دغه ډاکټران وايي، چې د ټلیفون ډېر کارول د ماشومانو د سترګو د کمزورتیا او نورو زیانونو لامل کېږي.

ډاکټر فریدالله عمري و ویل: « یو خراب نور چې په عامه اصطلاح آبي نور نومیږي، د همدې ځېرک موبایلونو له لارې منعکس کیږي او په سترګو لګیږي. دا نور د سترګو ستړیا، د سترګو کمزورتیا او د سترګو د شبکې کمزورتیا لامل هم کیږي.»

د رواني ناروغیو د متخصصینو په وینا، د ماشومانو له خوا د ګرځنده ټيلفونونو ډیر کارول په ماشومانو کې د رواني ناروغیو لامل کیږي.

ډاکټر محمد صفا فرزه‌يي په دې اړه و ویل: « د رواني اړخه هم د موبایل ډېر کارول پر ماشومانو اغیز پریږدي.  د بېلګې په توګه د ماشومانو پر خوراک، خوب، غوسه کېدو، د کم انرژي کېدو او یا هم په خوب کې د ویرې سبب کیږي.»

انس هغه درې کلن ماشوم دی چې د مور او پلار په وینا یي د دې کورنۍ له یوه غړي سره په ورځ کې له څلورو ساعتونو زیات وخت پر ګرځنده  ټيلفون تېروي.

د هغه د ورور په وينا، انس د ګرځنده ټيلفون د ډېر کارولو له امله د لید پر کمزورتیا اخته شوی دی.

د انس ورور مدثر و ویل: « موبایل یې ډېر کاراوه، د شپې لخوا یې اوس سم څه نشي لیدلی  او سترګې یې کمزورې شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره، ډېری ماشومان او تنکي ځوانان ګرځنده ټيلفون کاروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه