Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۵مه کلیزه؛ په سالنګ کې ډله‌ییزه وژنه

د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د شوروي ځواکونو د حضور په وروستیو ورځو کې د دوولس سوه کسانو ډله‌ییزه وژنه هغه خونړۍ پېښه ده چې په تاریخ کې ثبت شوې ده.

د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په څلورمه، کله چې د شوروي ځواکونه له ماتې وروسته د وتلو په درشل کې وو، د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې یې د عامو خلکو پر ډله‌ییزه وژنه لاس پورې کړ او شاوخوا دوولس سوه کسان یې ووژل.

د سالنګ اوسېدونکي وایي، چې تر دې دمه هېڅ حکومت د دغې پېښې پلټنه نه ده کړې.

عبدالظاهر چې هغه مهال دوه ویشت کلن وو، وایي چې د پخوانۍ شوروي اتحاد ځواکونو د درې ښځینه وو په ګډون د نوموړي د کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

عبدالظاهر په دې اړه وویل: «مخ په مخ کیږي، سړي مخکې ښځې ورپسې، روسان چې دوی ویني نو پرې ډزې کوي او دوي پروت کوي، بیا یې په منځ کې یو لاسي بم اچوي.»

دغه ډول پېښو نه یواځې په سالنګ، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

د سالنګ له خونړۍ پېښې وروسته، څو حکومتونه تېر شوي، خو تر اوسه هېچ حکومت او هېڅ بنسټ د دغې سترې غمیزې پلټنه نه ده کړې.

د قربانیانو د کورنۍ غړي، آغا محمد وویل: «زموږ د کورنۍ شپاړس کسه یي دلته شهیدان کړل، تر دې مهاله هېڅ چا او هېڅ ارګان زموږ خواته نه دي راغلي،»

د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړي، غلام حضرت هم وویل: «روس یرغل وکړ، موږ د کفارو پر وړاندې وجنګېدو د بل څه لپاره نه، نه مو معاش لره او نه بل څه.»

سره پوځونه سره له دې چې په پرمختللو ځمکنیو او هوایي وسلو سمبال وو، خو بیا هم له ماتې سره مخ او ډېری دغه وسلې یې هېواد کې پاتې شوې.

دا پاتې شوې وسلې او مهمات د پخواني حکومت پر مهال د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ اړوند سرې غونډې سیمې ته ولېږدول شوې.

فیض محمد چې هغه مهال یې د سرو پوځونو پر وړاندې جګړه کوله، وایي چې پاتې شوې وسلې د افغانانو د سرښندونو او قربانیو ښکارندویي کوي.

د پروان اوسېدونکی، فیض محمد پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د کړاوونو په داسې وايي: « داسې ورځ وه لکه د محشر، په توپونو او ټانګونو یې د خلکو کورونه ویشتل.»

د پروان اوسېدونکي، نظام الدین هم وویل: «ترمیم دې شي، جوړې دې شي، همدلته دې فعالې وي، خلک راځي دلته یې ګوري.»

تر دې وړاندې دفاع وزارت ویلي و چې د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ په سرې غونډۍ کې د پخواني شوروي اتحاد له پوځه پاتې شوې وسلې یې د ترمیم لپاره کابل ته لېږدولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه