Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده د شوروي اتحاد د وتلو د ۳۵ مې کلیزې نمانځ‌غونډه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي وایي چې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو ماته د افغانستان لپاره لویه بریا ده.

عبدالسلام حنفي له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو د ۳۵مې کلیزې په نمانځ‌غونډه کې دغه راز وايي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې ولري.

ښاغلی حنفي وایي چې د افغانستان خلکو دا ثابته کړې چې هېڅ هېواد ته د خپلې خاورې د اشغال اجازه نه ورکوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه: «افغان ملت هر هغه چاته چې د افغانستان خاورې ته د ښکیلاک په موخه راغلي، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. انګریزانو د وروستي پړاو سربېره درې ځلي افغانستان ته راغلي دي او په ټولو پړاونو کې له ماتو سره له افغانستان وتلي دي.»

عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې یو ځل بیا وایي چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل او ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي حنفي وویل: «موږ له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد د امنیت پر وړاندې نه کارول کیږي.»

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، عبدالسلام حنفنور محمد ثاقب هم وویل: «زموږ افغانانو تل په حق جهاد کړی او د کفر او نارواوو د ظلم مقابله یې کړې دی او تل غالب هم وي.»

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدراز وایي چې د اوسني نظام د بقا لپاره د اسلامي امارت مسوولین او دولتي مامورین باید له هیوادوالو او مراجعینو سره نیک او ښه چلند وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه