Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه ګډون ته غبرګونونه

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه ګډون ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. 

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي جان اېګلنډ او په افغانستان کې د ایران پخواني ډيپلوماټ محسن روحي صفت د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د استازو پر نه ګډون نیوکه کړې او دغه غونډه یې نړۍوال پوښښ لرونکې بللې ده.

 د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا سرمنشي جان اېګلنډ ویلي:«ناهیلې کوونکې ده چې، طالبانو په روانه اوونۍ کې په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه او موږ له ټولو ښکېلو خواو غواړو، هغه کارونه وکړي چې د کړېدلو افغانانو په ګټه تمام شي.»

اخوا په کابل کې د روسیې سفارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، روسي پلاوی په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو او افغانستان د مدني ټولنې د استازو ترمنځ جوړیدونکې ناسته کې له ګډونه ډډه کوي.

په کابل کې د روسیې سفارت اعلامیه کې راغلي: « روسیې پرېکړه کړې چې په هغه غونډه کې ګډون و نه کړي چې د افغانستان د مدني فعالانو بنسټ په کې برخه درلوده. د مدني ټولنې د غړو ټاکل په رڼه توګه نه او د کابل په ناخبرۍ کې شوي وو.»

بل لور ته، د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو د دوحې ناستې په څنډه کې د مدني ټولنې له یو شمېر فعالانو سره لیدنه او خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي، مک‌ کوبري په دې اړه ویلي: « د بریټانیا ځانګړي استازي او د افغانستان سترو شرکتونو د مدني ټولنو له استازو سره په کتنې خوښي څرګنده کړه. په افغانستان کې مدني ټولنه حیاتي رول لري. د هغوی غږ باید واورېدل شي.»

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب الرحمن شمال هم وویل: « په دغو ناستو کې تر ډېره په سیمه ییزو همکاریو امنیت، سولې او ثبات د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ناورینونو څخه د افغانستان خلکو د ژغورنې لپاره د بشري مرستو پر لا ډېرو برابرېدو خبرې کړي دي.»

له دې سره سم، د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر رسنیو او خبریالانو د لګېدلو بندیزونو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده. 

په دغه اعلامیه کې غوښتل شوي څو د دوحې په غونډه کې دې د خبریالانو ستونزو ته لومړیتوب ورکړل شي. 

د نړۍوالو چارو شنونکي، شهیر نثاري څرګنده کړه: « که د طالب پلاوي نه ګډون ته پام وکړو او د افغانستان د خلکو د بېلابېلو خواوو نه حضور ته پام وکړو نو دغه ناسته به هېڅ اغېزه ونه لري.»

د افغانستان په اړه دوحې په ناسته کې د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو له یو بل سره د افغانستان پر وضعیت، سیمه ییزو همکاریو او په ټولیز ډول په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په اړه خبرې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه