Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډې په هکله سلامشوره؛ فریدون سینېرلي اوغلو، امیرخان متقي سره لیدلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان همغږي کوونکي فریدون سینېرلي اوغلو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارنې په هکله خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي، چې په دغې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل غیر ضروري بللې دي.

ښاغلي مجاهد وویل:«هغوی هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره همکاري وکړي او بحث یې پر دې وو چې د دوحې غونډه جوړېږي، افغانستان دې خپله پرېکړه وکړي چې هلته ګډون کوي او که نه‌؟ او له هغوی هم وغوښتل شول چې تر بحث لاندې اجنډا او موضوع شریکه کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او سینېرلي اوغلو ترمنځ کتنه کې د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د حضور په تړاو هم خبرې شوې دي. ښاغلي متقي ویلي، د دوحې غونډې د اجنډا له ارزولو وروسته به په دغه غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

له دې سره سم، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق طلوع‌نیوز ته ویلي، د دوحې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د غړو په تایید سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي.

ښاغلي فایق په دې هکله زیاته کړه:«د کنفرانس د بحث یوه اجنډا، د ځانګړي استازي پر ګومارنې سلامشوره وي او زه فکر نه‌کوم چې تر هغه وخته به سرمنشي ځانګړی استازی وګوماري او په یوې اجنډا کې به د ځانګړي استازي د ګومارنې په هکله به سلامشورې وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سمیع‌الله احمدزی په دې هکله وايي:«په دې وروستیو کې یې وویل چې استازی نه‌منوو، دا علت و چې سینېرلي اوغلو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبر وکړي او هغوی راضي چې په کنفرانس کې په لوړه کچه ګډون وکړي.»

په پام کې ده چې دولس ورځې وروسته د روانې زیږدیزې مياشتې پر ۱۸مه او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه شي.

د تېرو ۷ میاشتنیو سفرونو په ترڅ کې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له استازو سره له کتنو وروسته، د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د افغانستان په اړه خپله خپلواکه ارزونه په نړۍواله ټولنه کې د دغه هېواد د بیا یوځای کېدو لپاره امنیت شورا ته وړاندې کړه او بیا یې د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک له‌مخې د فریدون سینېرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه.
 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق طلوع‌نیوز ته ویلي، د دوحې په غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د غړو په تایید سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه