Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباس ستانکزی: سیاسي بریا د ا.ا له دوام سره مرسته کوي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي د سیاست په ډګر کې بریا به هېواد کې د اسلامي امارت له دوام سره مرسته وکړي.

شیر محمد عباس ستانکزی دغه راز وایي د سیاست د ډګر ساتلو لپاره د هېوادوالو همکارۍ ته اړتیا ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي وویل: « زموږ اصلي ازموینه اوس پیل شوې، او اوس د عمل صحنې ته ننوتې او لاره مو دا ده چې څنګه خپلې اصلي موخې څنګه وساتو.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال کورنیو او بهرنیو مخالفینو ته په اشارې کې وايي، اسلامي امارت یو قوي ځواک لري او په خبره یې داسې انګېرنه چې، ګواکې دوی به د جګړې وس ونه لري، یوه لویه تېروتنه ده.

هغه زیاتوي، هېڅ امنیتي سرتېری حق نه لري چې، د محکمې له حکم پرته څوک ووهي او یا یې هم بندي کړي او پر مسوولینو یې غږ وکړ څو له خلکو سره مناسب چلند وکړي.

عباس ستانکزي په دې اړه څرګنده کړه: « موږ ټولو دښمنانو که کورني وي او که بهرني وي، وایو چې داسې فکر او تېروتنه ونه کړي چې په افغانستان کې څلویښت کاله او یا پنځوس کاله جګړه وه او دوی ستړي شوي دي. اسلامي امارت ډېر پیاوړي ځواکونه لري.»

د بهرنیو چارو وزارت دغه چاروکی پر دې باور دی چې، د تېر حکومت چارواکو د هېواد سرحدونه معامله کړي او په وینا یې اوس هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې، د افغانستان خاورې ته را دننه شي.

نوموړی د ګاونډیانو په ګډون د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې له خوندیتوبه ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه