Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له بندخونو د څه باندې ۴ زره افغانانو ازادېدل

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وایي چې په تېر نږدې یوه کال کې د پاکستان له زندانونو تر څلورو زرو زیات افغانان خوشې شوي دي.

عبدالجبار تخاري زیاتوي چې د نږدې ۲۰۰ نورو زندانیانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې اوس‌مهال له پاکستانه د افغان کډوال ایستل هم کم شوي دي.
                
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل طلوع‌نیوز ته وايي:«د سند ایالت په بندخونو کې ۲۰۰ تنه بندیان لرو چې د هغوی د ازادولو لپاره هڅې روانې دي او ژر تر ژره به هېواد ته بېرته ستانه شي.»

بلخوا، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم وایي چې اوس په پاکستان کې افغان کډوال دومره نه‌ځورل کېږي لکه پخوا چې ځورول کېدل.

په پاکستان کې افغان کډوال حاجي نظر څرګندوي:«د دوو میاشتو په لړ کې چې ټاکنې وې، د افغان کډوالو ځورول، نیول درېدلي وو او یوازې هغه کسان نیول کېدل چې په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي وو.»

د افغان کډوالو د حقونو د برخې فعاله اصفه ستانکزی هم وايي:«په افغانستان کې حاکم نظام، باید د ډپيلوماټيکو خبرو اترو له لارې، خپلو وګړو ته د کار، زده‌کړو او د یوه ثبات لرونکي ژوند زمینه برابره کړي، چې د ډېرې کډوالۍ مخه ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د بهیر له پېلېدو راهیسې ۶۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم وایي چې اوس په پاکستان کې افغان کډوال دومره نه‌ځورل کېږي لکه پخوا چې ځورول کېدل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه