Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان سوداګر: ایران مو باروړونکو لاریو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي

نیمروز کې سوداګر وایي، چې ایرانی لوری د دوی باروړونکو لاریو ته د سوداګریزو توکو د لېږد اجازه نه ورکوي.

د دوی په خبره، که دا ستونزه هواره نشي، پراخ مالي زیانونه به وویني.

په نیمروز کې سوداګر، خالد عرب وویل: «ایران سره په پوله کې له ابریشم پله څخه هره ورځ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ خالي موټر ایران ته ځي څو د افغانستان بار راولېږدوي خو اوس دغه بهیر بند دی.»

یو بل سوداګر، خداداد صدیقي هم وویل: « دویمه لاره چې د سیند لار ده، ژر تر ژره دې د مسوولینو له لوري د دغې لارې د کارونې لپاره ګامونه پورته شي، د سوداګرو شاوخوا ۸۰ سلنه ستونزې حل کیږي»

خو د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې میلک مرز کې د دواړو خواوو له لوري د سکنرونو له نصبولو وروسته به دا ستونزه هواره شي.

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول، نجیب الله خاشرودي په دې اړه وویل: « لومړی ګام مو دا ده چې د پولې دې خوا او هغې خوا سکنرونه ولګول شي څو د باروړونکو موټر د منلو وړتیا زیاته شي.»

تر دې وړاندې هم نیمروز کې سوداګرو ویلي و چې ایراني لوري د پولې هغې غاړه کې افغان لارۍ درولې وې چې ورسره په لسګونه ټنه تازه مېوې او سبزي له منځه لاړې او سوداګرو ته هم پراخ زیانونه واوښتل.

شریک یي کړئ