Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بېنټ تازه څرګندونې؛ افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په یوې خبري غونډه کې د خپل نوي راپور په هکله ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعیت خراب دی.
  
ښاغلي بېنټ په دغې غونډه کې په نړۍوالو غونډو او په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره په مخامخ خبرو اترو کې د ښځو د حضور پر اهمیت ټينګار کړی دی. 

هغه همدارنګه زیاتوي چې په خپل راپور کې یې په عام محضر کې د کسانو اعدامېدل او مجازات مستند کړي او په افغانستان کې د مسوولانو د دغه کار د ځواب ورکړې غوښتونکی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي خبریالانو ته ویلي:«موږ په دې وروستیو کې په عام محضر کې اعدامونه او بدني مجازات مستند کړي دي. سوله ییز مخالفتونه ځپل شوي. د خلکو د کنټرول او په هغوی کې د وېرې د خپرولو لپاره له تاوتریخوالي او ګواښه کار اخیستل کېږي، د دې چارې مسوولان باید ځواب ورکړې ته اړ ایستل شي.»

ریچارډ بېنټ څرګندوي په افغانستان کې د ښځو په وضعیت کې په نږدې موده کې د ستر بدلون امکان نشته.

نوموړی د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي، چې په خپل راتلونکي راپور کې به چې د جون په میاشت کې به وړاندې شي، د افغانستان د نیمایي ټولنې په وضعیت کې د بدلونو د رامنځته کېدو لپاره د ځواب ورکړي پر کړنلارو تمرکز وکړي.

هغه زیاته کړه:«په ټولو بحثونو کې چې د نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د بنسټونو لخوا ترسره کېږي، د بشري حقونو مسایل باید شامل وي او د ښځو وضعیت ته په‌کې ځای ورکړل شي، دا مهمه نه‌ده چې اصلي خبرې د څه شي په اړه دي، که اقتصادي ناسته وي، یا د کرنې او یا هم د ټکنالوژۍ په تړاو ناسته وي؛ خو اړتیا ده چې د بشري حقونو مسایل په‌کې شامل وي او په ټولو مخامخ خبرو کې باید د ښځو استازیتوب وشي او دا ښځې باید له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، ځکه د یوې عادي ټولنې مفکوره دواړو جنسونو ته اړتیا لري.» 

که څه هم اسلامي امارت د ریچارډ بېنټ د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌وايي؛ خو تر دې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ښاغلي بېنټ راپور پروپاګند بللی و.
 
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې  ریچارډ بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د خپل وروستي راپور په وړاندې کولو سره د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د هر ډول اړیکو عادي کول په افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو پورې مشروط کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه