Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت؛ ریچارډ بنټ د وضعیت له خرابېدو خبر ورکړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د ملګرو ملتونو سازمان په سرمشریزه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت پر خرابېدو نیوکه کړې ده.

ښاغلي بنټ ویلي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره د نړۍ د غوښتنو سره سره، په افغانستان کې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې نجونې لاهم له زده‌کړو لېرې دي.

د ریچارډ بنټ په اند، د ښځو پر وړاندې محدودونکي سیاستونه، دوامداره اقتصادي او بشري ناورین او وروستۍ مرګونې زلزلې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو اصلي عوامل دي.

هغه ویلي:«ما په وار وار راپور ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت کړکېچن دی. ښځې له کوره بهر په سیاسي او اقتصادي فعالیتونو کې ونډه نه‌لري. زه یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړم چې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي؛ خو هغوی تل ویلي چې دغه چاره لنډ مهالې ده په داسې حال کې چې، د دوو کلونو په تېرېدو او د نړۍوالې ټولنې له پرله‌پسې غوښتنو سره سره لا هم د ښوونځیو دروازې نه‌دي پرانیستل شوي.»
    
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق څرګندوي:«د بشري حقونو ځپنه او د طالبانو له لوري د زده‌کړو او کار په ګډون د نجونو او ښځو د ازادیو سلبول د بشري حقونو د نقض او د جنسیتي تبعیض ښکارندويي کوي.»

له دې سره سم، ښځو، امنیت او سولې لپاره د جورج ټاون انسټېټیوټ ویلي چې، افغانستان د ښځو د وضعیت له اړخه د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې تر ټولو ټيټ ځای لري.

د بشري حقونو فعاله فاضله سروش طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه اندېښنې چې نن په ټوله نړۍ کې شتون لري؛ دا ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض شتون‌ لري، دا یو واقعیت دی، هو په افغانستان کې اسلامي حکومت له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی احمد خان اندړ په دې هکله وویل:«د یوه معیاري حکومت د رامنځته کولو لپاره چې اساسي قانون ولري او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور، قواعدو او قوانینو پر بنسټ عمل وکړي، کار وشي چې واقعاً په هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیول شي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي چې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د ماموریت غځېدنه یوه عقدمندانه پرېکړه ده او په وینا یې د هغه راپورونه د افغانستان اوسني واقعیتونه نه منعکسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه