Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: محمد یعقوب مجاهد به له ځینو قطري چارواکو سره وګوري

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي چې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد به قطر ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست او د پوځ لوی درستیز تېره ورځ (یک‌شبنې) د قطر په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړل.

اوس سهیل شاهین وايي چې، مولوي محمد یعقوب مجاهد به په یوه نندارتون کې د ګډون ترڅنګ له قطري چارواکو او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره چې دغه نندارتون ته بلل شوي، هم لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

ښاغلي شاهین وویل:«د ډیمډېکس په پوځي نندراتون کې ګډون کوي او د دې سربېره، د قطر له جګپوړو چارواکو او د ټولو هغو هېوادونو له استازو سره چې په دغه نندارتون کې ګډون کوي هم د بېلابېلو موضوع‌ګانو په تړاو خبرې اترې وکړي.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، قطر په هر ډول شرایطو کې تل د افغانستان له دریځه دفاع کړې او د سرپرست حکومت د باور وړ هېواد دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:«قطر تل د افغانستان له دریځه دفاع کړې، او په بېلابېلو وختونو کې یې د افغانستان واقعیت تشریح کړی، په هغه وخت کې چې موږ له مقابل لوري سره مذاکرات رسماً پېل کړي نه‌وو. په ټول کې ویلای شوو چې قطر زموږ لپاره د باور وړ هېواد دی.»

اخوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، قطر د اسلامي امارت ملاتړی هېواد دی او دغه هېواد ته یې د دفاع وزارت د سرپرست د سفر او له قطري چارواکو سره یې لیده کاته مهم بولي.

د نړۍوالو چارو شنونکی رشید قطب‌زاده په دې هکله څرګندوي:«قطر له تېرو څو کلونو راهیسې چې مذاکرات په جریان کې وو، د منځګړي په توګه عمل وکړ؛ خو د یوه منځګړي پر ځای، تر ډېره د امریکا په لوري و.»

مولوي محمد یعقوب مجاهد، تر دې مخکې هم د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ میاشت کې قطر ته تللی و.

که څه هم قطر، اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پیژندلی؛ خو د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له سرپرست حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري او کلونه کېږي چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر هم په دوحه کې فعالیت کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، قطر په هر ډول شرایطو کې تل د افغانستان له دریځه دفاع کړې او د سرپرست حکومت د باور وړ هېواد دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه