Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فطرت: د هېواد هوایي حریم لاهم په ښکېلاک کې دی

د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې د هېواد هوایي حریم لاهم د امریکا متحده ایالتونو په کنټرول کې دی.

د پوځ لوی درستیز همدارنګه ویلي چې، د امریکا بې پيلوټه الوتکې وخت پر وخت د هېواد پر هوایي حریم ګزمې کوي.

ښاغلي فطرت وویل:«بې‌پيلوټه الوتکې کله ناکله ګزمې کوي او هوايي حریم لاهم د امریکایانو له خوا ښکېلاک دی. دا کره نه‌ده؛ خو شونې ده چې دغه الوتکې د یوه ګاونډي هېواد له خاورې د افغانستان حریم ته ننوځي.»

د ښاغلي فطرت په وینا، د کورنیو چارو، استخباراتو او دفاع وزارتونو په اډانه کې د وسله‌والو ځواکونو کره شمېر ۵۰۰ زرو او د اردو شمېر ۱۷۲زرو ته رسېدلی دی.

د اسلامي امارت د پوځ لوى درستيز دغه راز د تېر حکومت د ځواکونو د نيولو په تړاو ادعاوې ردوي او وايي چې تر اوسه په دې تور هېڅوک نه‌دي نیول شوي.

د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز په دې هکله وویل:«دا ردوم، دروغ دي. هېڅوک په دې نوم چې په تېر نظام کې و، نیول شوی دې وي او وهل شوی دې وي؛ خو که کوم جرم یې کړی وي، ښايي داسې هم نه‌وي چې هغوی دې قضايي خوندیتوب ولري.» 

د اسلامي امارت دغه جګپوړی امنیتي چارواکی له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د شویو نښتو په تړاو وايي چې، دغه نښتې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوله‌ساتو ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه:«دا څرګنده ده، موږ دغې کرښې ته، فرضي کرښه وایو، کله ناکله ځينې بریدونه کېږي چې زموږ ځواکونه یې نه‌شي زعملای او د خبرو اترو له لارې هم حل‌لار نه‌شي پیدا کولای، وروسته بیا خپلو ځواکونو ته امر کوو چې له زوره کار واخلي، په هغه صورت کې چې هغوی له زوره کار واخلي.»

فصیح الدین فطرت د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په هېواد کې د امریکايي وسلو د پلور په تړاو ادعاوې ردوي او وایي چې اسلامي امارت پوځي تجهیزاتو ته جدي اړتیا لري او هېچاته یې د پلورلو اجازه نه‌ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه