Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۱۵۰ زرو تنو ته د پوځ سرتېرو د زیاتوالي لپاره هلې ځلې

لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي چې په هېواد کې یو ۸۰ زره کسیزه پوځ چمتو شوی دی او ۱۵۰ زرو تنو ته د پوځ د سرتېرو د شمېر لوړولو لپاره هڅې دوام لري.

وی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د ملي پوځ د ۵۰۰ سرتېرو په فراغتغونډه کې وویل چې تر اوسه د هېواد په قول اردو ګانو کې د دغو سرتېرو د شمېر زیاتوالي په هکله وویل.

لوی درستیز  قاري فصیح الدین فطرت څرګنده کړه:«هغه کسان چې دواطلب وي حتما حذب کېږي او همدارنګه له مسلکي کسانو به هم کار واخیستل شي.»

دغه جګپوړی پوځي چارواکی ټينګارکوي چې د اسلامی امارت ځواکونه د هېواد د پولو د ساتنې بشپړه وړتیا لري. نوموړی له پاکستان نه غواړي چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن مزي له لګولو لاس واخلي.

ښاغلي فطرت زیاته کړه:«په هغو ځایونو کې چې اغزن مزي غځول شوي دي مخکې شوي دي، باید نور دا کار ونه شي. موږ له کاونډي هېواده غواړو چې نور اغزن مزي ونه غځوي.»

همدا اوس د لوېدیځ په څلورو ولایتونو کې د اسلامي امارت څورلس زره سرتېري حضور لري.

بل خوا د اسلامي امارت ځواکونو په هرات ښار کې پوځي مانورې ترسره کړې. په هرات کې پوځي چارواکي ددغو مانورو د ترسره کولو موخه هېوادوالو ته د خلکو او هېواد د امنیت ساتلو ډاډ ورکول ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه