Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا د هند ټینګار

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پنجشنبې پر ورځ د هند له ځانګړي استازي سره کتلي و او د دوه اړخیزو، اقتصادي، ټرانزيټ، بشري مرستو او افغان وګړو ته د ویزې د ورکړې په تړاو یې خبرې کړې دي.

جی پي سنګ بیا د  اسلامي امارت له لوري د امنیت ټينګښت، ټیکاو له نشه يي توکو او فساد سره د مبارزې ستاینه کوي او ټينګار کوي چې هند لېواله دی چې له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې لا پراخه کړي او د چابهار له لارې سوداګري وده وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: دواړو لورو د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې وکړې، هند په سیمه کې یو له مهمو هېوادونو دی او اسلامي امارت غواړي چې له هندوستان سره ښې اړیکې ولري.

امیرخان متقي په دغه کتنه کې د هند له بشري مرستو مننه وکړه او د کابل او نوې ډهلي ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي متقي همدا راز افغان وګړو ته د سوداګریزې، روغتیايي او تحصیلي ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کېدو یادونه هم وکړه.

د سیاسي چارو شنونکی، رشید قطب زاده وايي : لومړی یو اساسي قانون جوړیږي او بیا په هغه کې بهرنۍ پالیسي څرګندیږي او د هغه پر بنسټ موږ په فعاله توګه پرته له دې چې کوم غبرګون وښایو له نورو سره اړیکې تامینوو، په نورو هېوادونو کې هم بیا موږ د دوست او دښمن تعریف لرو.

اخوا، جی پي سنګ هم د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې له ځینو افغاني پانګوالو سره جلا جلا کتنې وکړې او د راکړې ورکړې، هند ته له افغانستانه د سوداګرۍ د زیاتوالي او د دواړو لورو د سوداګرو د ستونزو د حل په تړاو یې خبرې وکړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال څرګنده کړه: د سوداګرۍ او پانګونې خونې غوښتنه دا وه چې افغان سوداګرو ته د هند ویزې ورکړل شي څو وکړای شي دواړه هېوادونه؛ افغانستان او هند خپله سوداګري په ښه بڼه وکړي.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له جی پي سنګ سره په کتنه کې، د زده کړو په برخه کې د هند د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه