Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو حقونو په تړاو اندېښنې، ا.ا د ټولو وګړو د حقونو د تامین ډاډ ورکړ

اسلامي امارت د ښځو د حقونو د نقض په تړاو د نړۍوالو د اندېښنو په ځواب کې وايي چې د بشري حقونو بنسټونه په افغانستان کې د بشري حقونو په نامه خپلې استخباراتي موخې تعقیبوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین دي او نړۍوال بنسټونه باید په دې تړاو اندېښنه ونه‌لري.

د ښاغلي مجاهد په وینا وایي هڅه کېږي څو ځينې هغه مسایل چې شتون لري هغه هم ژر تر ژره حل کړي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي:«ډاډه وي چې نظام د خلکو پر وړاندې مکلفیت لري او د خلکو حقوق مني.»

له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، د امریکا متحده ایالاتو، د بښنې نړۍوال سازمان او اتو نورو بنسټونو د مارچ د اتمې، د ښځو د پیوستون نړۍوالې ورځې په مناسبت له اسلامي امارته غوښتي چې ژرتر ژره دې د ښځو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش ویلي:«نړۍ د ښځو د حقونو په برخه کې د شاتګ شاهده ده، چې په ځینو مواردو کې دا مسئله په هغو هېوادونو کې چې د پرمختګ په حال کې دي او دغه راز په پرمختللو هېوادونو کې پرمختګونه له ګواښ سره مخ کوي او په ځینو مواردو کې یې معکوس کوي. تر ټولو ښکاره بېلګه یې افغانستان دی، چې ښځې او نجونې یې له ښوونیز نظامه او له کوره بهر په ډېری عمومي ځایونو کې له کار کولو منعه شوې دي.»

د بښنې نړۍوال سازمان او اتو نورو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ښځو خپل د پاموړ ملاتړ زیات کړي.

د دغو بنسټونو په ګډه اعلامیې کې راغلي:«د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، موږ او د دې اعلامیې لاسلیک کوونکي سازمانونه په بیړني ډول پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې خپل ملاتړ د پام وړ زیات کړي او په فعاله توګه د افغان ښځو د بشري حقونو د مدافعینو په ګډون چې د خپلو سوله‌ییزو کمپاینونو له امله له ځورونې سره مخ دي، د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو ساتنه وکړي.»

پر دغو سازمانونو سربېره، د ملګروملتونو سرمنشي او د افغانستان لپاره د امریکا استازو هم د ښځو د پيوستون د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ښځو د حقونو پر نقض اندېښنه څرګنده کړې او توماس وېسټ او رینا امیري زیاته کړې چې له افغان ښځو د نړۍ د نه ملاتړ په صورت کې په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونه له خطر سره مخ کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په هېواد کې د ښځو پر وړاندې پر محدودیتونو له نیوکې سره ویلي چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو محرومې شوې دي او له سیسټماټيک نقض سره مخ دي.

ښاغلی فایق وايي:«له دوه نیمو کلونو زیات وخت کېږي چې افغان ښځې د کار او زده‌کړې د حق په ګډون له خپلو ټولو اسلامي او بشري حقونو او ازادیو بې برخې شوې دي او د طالبانو د ناسمو او افراطي باورونو له امله له ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو په سسټماټيک ډول حذف شوې دي.»

یوه محصله لیلی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اسلامي امارت دې له نړۍوالې ټولنې سره هم نظره شي چې سره تعامل وکړای شي او او دغه بندیزونه چې پر ښځو لګول شوي، لېرې کړل شي.»

د پوهنتون استاد ذکي‌الله هم وویل:«د نړۍ شرایط د شریعت پر خلاف نه‌دي. هغوی غواړي چې تاسې زموږ خویندو ته د زده‌کړو حق ورکړئ، هغوی غواړي چې تاسې زموږ خویندو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار حق ورکړئ چې د شریعت پر خلاف نه‌دي.» 

د مارچ پر اتمه هم د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونو، له هغې ډلې په افغانستان کې د یوناما دفتر، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ملګرو ملتونو  پراختیايي پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ یا یونیسف صندوق او د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر په ګډون یو شمېر سازمانونو له اسلامي امارته وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه