Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ د ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي

د دوشنبې سهار مهال پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا او خوست ولایتونو په یو شمېر سیمو هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

اسلامي امارت د پاکستان دغه بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری ګڼلی دی.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت هم ویلي، چې د پاکستان د دغه برید په ځواب کې يې د درنو وسلو ځواب ورکړی او د پاکستان پوځي مرکزونه يې په نښه کړي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست احضار او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر افغانستان برید وکړي.

ښاغلي فطرت وویل:«د افغانستان اسلامي امارت یاد بریدونه په کلکو ټکو غندي، او دغه غیر سنجیده اقدام د افغانستان پر حریم تجاوز او تېری بولي. د افغانستان اسلامي امارت چې د نړۍ د زبرځواکونو پر خلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هېچا ته پر خپله خاوره د تېري اجازه نه‌ورکوي.»

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې، د پکتیکا او خوست ولایتونو په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک د یوه قومندان عبدالله شاه په ګډون د دې تحریک ځیني غړي په نښه شوي دي.

خو له دې لږ وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک دغه قومندان په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دې برید کې ده ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د پاکستاني طالبانو تحریک یو تن قومندان عبدالله شاه ویلي:«موږ د خپل جنوبي وزیرستان په دره شاول کې فعالیتونه لرو، موږ هېچېرته نه‌یو تللي. او له لومړي سره په دغې سیمه کې اوسېږو. چا چې دا پروپګنډا رسولې وي، دا دروغ دي.»

حمدالله فطرت د پاکستان هغه ادعاوې هم ردوي چې ګواکي عبدالله شاه په دې برید کې وژل شوی او زیاتوي، په دې برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ورته مهال د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه بیانیه کې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي دي چې، په دغو بریدونو کې د وزیرستان بې ځایه شوي په نښه شوي دي.

بل خوا طلوع‌نیوز ته ځیني سرچینې وايي، له دغو بریدونو وروسته د خوست په تڼیو، د پکتیا په ډنډ پټان او پکتیکا په برمل ولسوالیو کې هم د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې شوي.

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅي دروازه هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی محمدالله وايي:«پاکستان بې رحمه بمبارۍ کوي او زموږ په خاوره یې تعرض کړی دی، په څو نورو ولایتونو کې یې هم بمبار کړی دی، د ډنډ پټان په شاوخوا سیمه کې خلک یې ګډه کولو ته اړ کړي دي او د خلکو په کورونو هاوانونه لګېدلي دي.»

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي امیر محمد هم څرګنده کړه:«په برمل کې د پاکستان لخوا بمباري شوې، له نړۍوالو نه زموږ هیله دا ده کومه بمباري یې چې کړې په دې کې ښځې او ماشومان شپږ تنه په شهادت رسېدلي چې عدالت تامین کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته ویلي چې، په تېرو دوه کلونو کې له پاکستان، ایران، ترکمنستان او ازبیکستان سره نږدې ۵۰ سرحدي نښتې شوي چې له دې ډلې ډېری یې له پاکستان سره شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه